"ملګرو ملتونو افغانستان کې د خپلو ادارو امنیت لپاره طالبانو د معاش ورکولو وړاندیز کړی"

طالب وسله وال
د عکس تشریح، طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر ټول افغانستان ولکه وکړه

د ملګرو ملتونو سرچینې وايي، دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته په دغه هېواد کې د خپلو ادارو د امنیت ساتنې لپاره د څه باندې اته میلیونو ډالرو ورکولو وړاندیز کړی.

رویټرز خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د یوې سرچینې له قوله چې له دې موضوع خبر دی وايي، وړاندیز شوې پیسې به راتلونکی کال د طالبانو هغه ځواک ته د معاش په توګه ورکړل شي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو و دانیو امنیت ساتي.

رویټرز وايي، په دې سند کې چې دوی یې یوه کاپي لیدلې، د طالبانو دې ځواک ته به د افغانستان له مخکیني حکومت سره د یوې شوې هوکړې پر بنسټ هره میاشت د خوراک لپاره هم لګښت ورکول کېږي.

د نړیوالو مالي ادارو لخوا د افغانستان شتمنیو له کنګل کېدو او مرستو له بندېدو وروسته طالبانو حکومت دولتي کارکوونکو ته د معاشونو ورکولو لړ کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د رویټرز رپوټ کې د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق له قوله ویل شوي: "د یوې استخدامونکې ادارې په توګه ملګري ملتونه مکلف دي چې په هغو هېوادونو کې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په ناامنه شرایطو کې فعالیت کوي، د کوربه هېواد وړتیا زیاتولو کې مرسته وکړي ".

ښاغلی حق زیاتوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) بودیجه همدا اوس ارزول کېږي، خو په وینا یې په بشپړ ډول د بندیزونو له لیست سره مطابقت لري.

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې طالب مشران لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل دي

ملګري ملتونه طالبانو حکومت ته د پیسو ورکولو دغه وړاندیز داسې مهال کوي، چې د طالبانو پر یو شمېر مشرانو خپله د ملګرو ملتونو ادارې او امریکا متحدو ایالتونو له لوري مالي بندیزونه لا هم پر ځای پاتې دي.

د طالبانو په هغو مشرانو کې چې دغه ډول بندیزونه پرې لګېدلي دی، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم شامل دی.

امریکا متحدو ایالتونو د نوموړي نیولو لړ کې د مرستندوی معلومات ورکوونکو ته لس میلیونه ډالره انعام په پام کې نیولی دی.

بل لور د امریکا خزانې وزارت یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رویټرز ته ویلي، طالبان او حقاني شبکه اوس هم د امریکا له لوري د ترهګرۍ مخنیوي پروګرام له مخې د لګول شویو بندیزونو په نوملړ کې شامل دي او هغه څوک چې بې اجازې له دوی سره مرسته کوی، د امریکا له بندیزونو سره مخامخېدای شي.

خو دغه امریکايي چارواکي د ملګرو ملتونو د وړاندیز په هکله له څه ویلو ډډه کړې.