طالبان: کونړ کې هوایي برید نه دی شوی، د پاکستان لخوا توغندي راغلي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان طالبانو منلې ده چې پنجشنبه ناوخته پر ختیځ کونړ ولایت د پاکستان له خاورې د توغندیو برید شوی دی.
په ورته مهال پر خواله رسنیو داسې ګنګوسې دي چې ګواکې د کونړ ولایت شلطن ولسوالۍ کې ډرون برید شوی او د پاکستاني طالبانو یو مشر پکې په نښه شوی.
خو د افغان طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته وویل، د ډرون برید رپوټونه ناسم دي، البته سیمه کې د پاکستان لخوا توغندیز بریدونه شوي دي.
ښاغلي کریمي په دې اړه څه ونه ویل چې په دې برید کې کې څوک په نښه شوي، خو زیاته یې کړه چې توغندي په غرونو کې لګېدلي.
د پاکستان حکومت او یا هم پوځي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو بل لور ته کونړ ولایت کې د افغان طالبانو ځایي چارواکو بي بي سي ته منلې ده چې هلته د بې پېلوټه الوتکې بریدونه شوي.
ګڼو پاکستاني او افغان خبریالانو پر خواله رسنیو ادعا کړې ده چې دې بریدونو کې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر مولوي فقیر محمد په نښه شوی.
خو د پاکستان حکومت او یا هم افغان طالبانو، او یا هم کومې باوري او خپلواکې سرچینې تر دې دمه دا رپوټونه نه دي تائيد کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان لخوا په ختیځ کونړ ولایت کې توغندیز بریدونه کېږي.
پاکستان تور لګوي چې په یاده سیمه کې د پاکستاني طالبانو مشران پټ دي، او دوی پرې تېرو کلونو کې څو څو ځله بریدونه کړي دي.
د افغانستان تېرو حکومتونو تل دا بریدونه غندل او له کبله یې د افغانستان او پاکستان خپلمنځي اړیکې هم ترینګلې پاتې شوې دي.
یاده دې وي چې د پاکستان حکومت تېره میاشت له پاکستاني طالبانو سره د یو میاشتني اوربند او د مذاکراتو د پیلولو اعلان کړی و.
خو څو ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو د اوربند ختمولو اعلان وکړ او ورسره وزیرستان او ځینو نورو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه هم وشول.











