سعودي عرب کابل کې د خپل سفارت کونسلي خدمتونو څانګه بېرته پرانيستې

سعودي عرب په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپل دیپلوماتان ایستلي و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي عرب په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپل دیپلوماتان ایستلي و

سعودي عرب په افغان پلازمېنه کابل کې د خپل سفارت د کونسلي خدمتونو څانګه بېرته پرانيستې.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه یوۀ لنډ پيغام کې راغلي چې دې څانګې پرون سې شنبه افغانانو ته د بشپړو کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په کار پیل وکړ.

په تېر اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته سعودي عرب خپل ټول دیپلوماتان له افغانستانه ایستلي وو.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټر پیغام کې د سعودي عرب د دې اقدام هرکلی کړی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

اوسمهال په کابل کې د پاکستان، ترکیې، چین، او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادو سفارتونه پرانېستي دي، خو د طالبانو حکومت چا په رسمیت لا نه دی پېژندلی.

طالب مشرانو تېره میاشت یو ځل بیا پر نورو هېوادونو غږ وکړ، چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازۍ بېرته پرانېزي.

نړیوالې ټولنې په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د یو ټولشموله حکومت رامنځته کولو لپاره طالبانو ته شرطونه ایښي دي.

بل لور سعودي عرب د افغانستان موضوع د دیپلوماتیکو هلو ځلو لړ کې وړمه ورځ د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ وکړ چې په افغانستان کې د روان وضعیت د ارزولو لپاره دې بېړنۍ او ځانګړې غونډه وکړي.

سعودي چارواکو غوښتنه کړې چې په دې ناسته کې دې په افغانستان کې بشري وضعیت و ارزول شي او د ناورین مخنیوي لارې چارې دې ولټول شي.

عرب نیوز ورخپاڼې د سعودي چارواکو له قوله ویلي، طالبان باید وهڅول شي چې یو ټولګډونی حکومت جوړ کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي، ځکه دا حق په اسلام کې ورکړل شوی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د افغان طالبانو استازي به هم دې ناستې ته ور وبلل شي او که نه.

یاده دې وي چې طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر کابل تر ولکې وروسته خپل سرپرست حکومت اعلان کړی، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.