سعودي د افغانستان وضعیت ارزولو لپاره د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه را وبلله

د عکس سرچینه، Getty Images
سعودي عربستان د دوشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ وکړ چې په افغانستان کې د روان وضعیت د ارزولو لپاره دې بېړنۍ او ځانګړې غونډه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د راتلونکې دسمبر مېاشتې پر ۱۷مه نېټه اسلام اباد کې د دې ناستې د کوربتوب وړاندیز کړی دی.
سعودي چارواکو غوښتنه کړې چې په دې ناسته کې دې په افغانستان کې بشري وضعیت و ارزول شي او د ناورین مخنیوي لارې چارې دې ولټول شي.
عرب نیوز ورخپاڼې د سعودي چارواکو له قوله ویلي، طالبان باید وهڅول شي چې یو ټولګډونی حکومت جوړ کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي، ځکه دا حق په اسلام کې ورکړل شوی دی.
سعودي چارواکو همدا راز هیله ښودلې ده چې په دې ناسته کې به د افغانستان په تړاو پر مهمو موضوعاتو د یو ګډ دریځ فرصت پیدا شي.
د عرب نیوز ورځپاڼې لیکلي، تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د افغانستان د امنیت او ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه هم خبرې وشي.
د ورځپاڼې په وینا، د اسلامي همکاریو سازمان د ترهګرۍ ټولې بڼې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره او یا هم د سخت دریځو ډلو د پټنځای په توګه ونه کارول شي.
سعودي چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو، نړیوالو مرستندویه ادارو او نور هېوادونو غوښتي چې په دې ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره بېړني ګامونه واخلي.

د عکس سرچینه، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي،
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي ویلي، هیله لري چې د اسلامي همکاریو سازمان به د دې ناستې لپاره د دوی د کوربتوب وړاندیز ومني.
ښاغلي قریشي ویلي، د افغانستان وګړي دا مهال د خوړو او درملو په ګډون عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او د یاد سازمان غړي هېوادونه باید د افغان ولس فریاد واوري.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د افغان طالبانو استازي به هم دې ناستې ته ور وبلل شي او که نه. یاده دې وي چې طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر کابل تر ولکې وروسته خپل سرپرست حکومت اعلان کړی، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
په ورته مهال ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی او وېره شته چې راتلونکو څو میاشتو کې د دې هېواد ۹۷ سلنه وګړي له سختې لوږې سره مخ شي.
طالبانو له امریکا او اروپایي ټولنې غوښتي چې د دې ناورین مخنیوي لپاره دې د افغانستان میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمني خوشي کړي.
خو واشنګټن او اروپایي هېوادونو تر اوسه د طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې او ټینګار کوي چې د طالبانو کړنو او تګلارو ته په کتو به پرېکړه او قضاوت کوي.











