عمران خان له تاجکستانه د افغانستان په اړه د "همغږۍ" غوښتنه کړې

.

د عکس سرچینه، @PakPMO

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټيلفوني خبرې کړې او په افغانستان کې د ملي مصالحې لپاره د نژدې اړيکو او همغږۍ غوښتنه يې کړې ده.

ښاغلي خان افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د مخنيوي لپاره له افغانستان سره په اقتصادي همکارۍ هم ټينګار کړی دی.

د پاکستان د لومړي وزير دفتر وايي عمران خان له ښاغلي رحمان سره په افغانستان کې د سولې، ثبات او په دې هېواد کې د ملي پخلاينې د اهميت په اړه خبرې کړې دي او د افغانانو بشري اړتياو ته رسېدو لپاره يې د نړيوالې ټولنې پر مرسته ټينګار کړی.

د عمران خان د دفتر په وينا دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به خپلې هڅې نورې همغږې کوي او د دې لپاره به په اړيکه کې وي.

داسې ښکاري چې عمران خان د طالبانو د ملاتړ لپاره ډيپلوماتيکې هڅې ګړندۍ کړې دي. نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته په انلاین وینا کې د افغانستان پر موضوع د خبرو پر مهال وویل، د مخکې تلو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې ''موږ د افغانستان د خلکو په خاطر د اوسنی حکومت ملاتړ وکړو او پیاوړی یې کړو. ''

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته وړانديز کړی و چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره پلان پلی کړي.

روسیه

د عکس سرچینه، Reuters

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له هغه راهيسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د دوی پر وړاندې یې سخت دريځ غوره کړی دی. نوموړي پر پنجشېر بريد او محاصره هم د بشري حقونو څخه سرغړونه بللې وه.

ښاغلي رحمان په افغانستان کې د يو ټول ګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه هم کړې وه خو په ځواب کې يې د طالبانو مشرتابه خبرداری ورکړی و چې تاجکستان بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

ويل کېږی د طالبانو پر وړاندې د جنګېدونکي ډلې چې ځان ته د ملي مقاومت جبهه وايي يو شمېر غړي په تاجکستان کې دي او په وروستيو اوونيو کې دغه هېواد د افغانستان پولو سر نژدې پوځي تمرينات هم ترسره کړي.

پاکستان تراوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو د طالبانو په تېره واکمنۍ کې پاکستان يو له دريو هېوادونو څخه و چې د طالبانو اسلامي امارت يې په رسميت پېژندلی و.