د طالبانو او تاجکستان اړيکي: روسيه ارامي غواړي، طالبان څه وايي؟
روسيې طالبان او تاجکستان هڅولي، چې خپلمنځۍ لانجه دې په دوه اړخيز او منلي ډول سره حل کړي. مسکو ويلي داسې راپورونه وررسېدلي، چې دواړې خواووې خپلو پولو ته ځواکونه استوي.
د روسیې بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويل د دواړو خواوو ترمنځ د زياتېدونکې ترينګلتيا په اړه اندېښمن دي.
تاجکستان د روسيې يوې پوځي اډې کوربه دی، چې تېرو دوو ورځو کې يې له افغانستان سره پر پوله دوو ولايتونو کې پوځي پرېډ هم کړی دی. حفيظ الله معروف یې په اړه راپور چمتو کړی.