اسلام اباد: پر پاکستان د بندیزونو قرارداد به ناوړه پایلې ولري

قریشي

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي،‌ د پاکستان په اړه هغه قرارداد چې د یو شمېر امریکایي سناتورانو لخوا سنا مجلس ته وړاندې شوی،‌ بې توجیه دی او ناوړه پایلې به ولري. د دوشنبې پر ورځ یو شمېر امریکایي سناتورانو پر افغان طالبانو او پاکستان د بندیزونو لګولو لپاره یو قرارداد د سنا مجلس ته وړاندې کړ.

دې قرارداد کې پاکستان تورن شوی چې د افغان حکومت پرځولو او د پنجشېر جګړه کې یې طالبانو سره مرسته کړې، او پر اسلام اباد د بندیزونو لګولو وړاندیز شوی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارشنبه خپل غبرګون کې ویلي،‌ دې قرارداد کې د پاکستان په اړه څرګندونې ناسمې دي او له ۲۰۰۱ کال راهیسې د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ له روحیې سره په ټکر کې دي.

اعلامیه کې زیاته شوې چې پاکستان د افغان سولې بهیر او همدا راز دې وروستیو کې له افغانستان د امریکایي او نورو وګړو په ایستلو کې هم امریکا سره مرسته کړې.‌

د پاکستان حکومت خپله اعلامیه کې ویلي: "په راتلونکي‌کې په سیمه کې د ترهګرو ګواښونو د مخنیوي لپاره د امریکا او پاکستان دوامداره امنیتي همکاري اړینه ده.‌ له همدې کبله دا ډول قرارداد وړاندې کول ناسمه چاره ده او ناوړه پایلې به ولري".

یاده دې وي چې د سنا مجلس ته وړاندې شوي‌ قرارداد کې پر افغان طالبانو هم د بندیزونو لګولو وړاندیز شوی، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.‌

د امریکایي سناتورانو قرارداد کې څه راغلي؟

طالبان

د عکس سرچینه، TALIBAN POLITICAL OFFICE

د بندیزونو په دې قرارداد کې ټېنګار شوی چې د طالبانو پرملاتړو دې هم بندیزونه ولګول شي، دې لړ کې د پاکستان یادونه شوې ده.

سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه غوښتي چې له ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۱ پورې د طالبانو په ملاتړ کې دې د پاکستان د رول ارزونه وکړي.

دوی ویلي له طالبانوسره د دولتي او نادولتي ملاتړ ارزونه دې وشي. دې ملاتړ کې د پټنځایونو ورکول، مالي، استخباراتي، لوژستیکي او طبي ملاتړ شامل دي.

په قرارداد کې د روزنې، وسلو ورکولو او تکتیکي او یا ستراتیژیکې لارښوونې یادونه هم شوې ده.

په تېرو دوه لسیزو کې تل پاکستان ته ګوته نیول شوې چې د طالبانو ملاتړ خوندي پټنځایونه یې ورکړي او مالي او لوژستیکي مرسته ورسره کوي. خو پاکستان تل دا رد کړي دي.

د تېرې اګست میاشتې پر ۱۵ طالبان کابل ته ننوتل او ولسمشر محمد اشرف غني او نور لوړ پوړي دولتي چارواکي له افغانستان بهر ته ولاړل.

په قرارداد کې د بهرنیو چارو وزارت نه غوښتنه شوې ده چې په هغو بریدونو کې د پاکستان رول و ارزوي چې په پایله کې د افغانستان حکومت ړنګ شو.

په وړاندیز شوي قرارداد کې پر پنجشیر ولایت د طالبانو په عملیاتو کې د پاکستان یادونه شوې ده او غوښتنه شوې چې دې عملیاتو کې د پاکستان رول وارزول شي.

د طالبانو له خوا د کابل او نورو ټولو ولایتونو له نیولو وروسته په پنجشیر کې لا هم مقاومت وو.

له طالبانو سره جنګېدونکې ډلې چې مشري یې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي ادعا وکړه چې پاکستاني هوايي ځواک د پنجشیر د مرکز نیولو کې له طالبانو سره مرسته وکړه.

خو طالبانو د پنجشیر جګړه کې د پاکستان د هوايي ځواک رول رد کړی دی.