ترکمنستان ولسمشر: له افغانستان سره ښې اړيکې غواړو او لويو پروژو کې مرسته کوو

ترکمنستان ولسمشر

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف وايي غواړي افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له نوي حکومت سره ښې اړیکي وپالي او له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

قربان قُلي بردې محمدوف د روسیې له خبرې اژانس ایتارتاس سره مرکه کې ویلي هېواد يې ناپیلې بهرنۍ کړنلاره لري او د همدې کړنلارې پر بنسټ د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

ښاغلي محمدوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه د ترکمنستان دریځ څه دی، وویل چې هېواد یې غواړي افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له نوي حکومت سره له نژدې کار وکړي او چمتو دی چې د ترکمن افغان دودیزه اړیکې پیاوړې کړي چې وکولی شي افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

خو نوموړي ټېنګار وکړ چې ترکمنستان هیله لري چې د یوه ملي پراخ ډیالوګ له لارې افغانستان کې واک نوې ادارې ته ولېږدول شي.

د ترکمنستان ولسمشر قرباني قُلي بردي محمدوف په سیمه کې د ګاز نل لیکې لویې پروژې ټاپې په اړه ویلي ترکمنستان غواړي له افغانستان سره د برېښنا، ترانسپورت او مخابراتو په برخه کې سترې پروژې پيل کړي.

هغه ویلي په دې برخه کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل لیکلې پروژه یا ټاپې خورا ډېر ارزښت لري چې افغانستان ته د ګازو برابرولو ترڅنګ د ترانزيت له پلوه افغانستان ته کال کې یو میلیارد ډالر ګټه رسولی شي او د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې دغه پروژې غځېږي زرګونو افغانانو ته کار او روزګار پیدا کړي.

تاپي

د دې لویې پروژې په اړه په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال هلې ځلې پیل شوې وې.

په تېره مارچ میاشت کې امریکايي رسنیو د ټاپې پروژه د طالبانو نل لیکه بللې وه او ویلي وو چې امریکا حکومت د دې پروژې د مالي ملاتړ لپاره مرسته کړې. خو د امریکا حکومت دا ادعاوې رد کړې دي.

په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د ټاپې پروژه رسما پیل شوه. د ګاز نل لیکې ترڅنګ پاکستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لیږد او نوري فایبر غځولو پرانيسته هم وشوه.

دې مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د پاکستان لومړي وزیر او د هند د بهرنیو چارو وزیر برخه اخيستې وه.

په تېرو کلونو کې ناامني د دې پروژې پر وړاندې لویه ننګونه، د څو کلونو په تېرېدو سره افغانستان کې د ټاپې پروژې چارې پڅې روانې وې.

هغه مهال طالبانو هم افغانستان د ټاپې پروژې د چارو د عملي پیل هر کلی کړی وو.

طالبان

د عکس سرچینه، .

نژدې یوه نیمه میاشت کېږي، چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړی او سرپرسته کابینه یې اعلان کړې، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړيوالو د طالبانو په رسميت پېژندلو لپاره ځينې شرطونه ايښي چې په هغو کې د ښځو حقونو ته درناوی، د لږکيو حقونو ته درناوی او د ټولګډوني حکومت جوړولو تر څنګ ځينې نور شرطونه هم شامل دي.

د سپتمبر پر ۲۱ مه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو سره به په شریکه د طالبانو حکومت منلو یا نه منلو پرېکړه کوي.

ښاغلي خان په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال جان سپمسن ته یوه مرکه کې ویلي و، د اپرېکړه به د بشري حقونو په تړاو د دوی ژمنو ته په کتو او پر دې بنسټ کېږي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي او طالبان به یو ټولشموله حکومت رامنخته کوي.