'نړیوالو قدرتونو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې'

د امنیت شورا دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت ملاتړ اعلان کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امنیت شورا دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت ملاتړ اعلان کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنځو دایمي غړو امریکا، بریتانیا، چین، روسیې او فرانسې د استازو غونډې وروسته چې د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان موضوع ته ځانګړې شوې وه، اعلان شوی چې دغه هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې تر څنګ وشوه.

چین او روسیې تېره میاشت په بېړه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د امریکا 'ماتې ' بللې او د طالبانو له حکومت سره یې د همکارۍ لپاره اقدامات کړي، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې وروسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي، د امنیت شورا ټول غړي قدرتونه په افغانستان کې داسې سوله او ثبات غواړي چې ''بشري مرستې له تبعیض او هر ډول ستونزې پرته ووېشل شي. ''

د وړمې ورځې په غونډه کې د امریکا، بریتانیا، روسیې او فرانسې استازو ګډون کړی و، خو د چین استازي د انټرنېټ له لارې یوازې د یوه ساعت لپاره پکې ګډون وکړ.

دا غونډه د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس په غوښتنه تر سره شوه، چې هېواد یې د پنځو دایمي غړو هېوادونو د همغږۍ مشري کوي.

یوه امریکايي مقام دا غونډه 'رغنده ' بللې او په وینا یې په غونډه کې د بهرنیو چارو ګډون کوونکو وزیرانو له طالبانو غوښتي چې باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي

دغه امریکایی چارواکی وايي:

''فکر نه کوم چې د چینایانو په ګډون به هیڅوک د طالبانو سرپرست حکومت له ترکیبه خوښ وي. ''

بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د چین استازي انګ جون د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې تایید کړې چې پنځو نړیوالو قدرتونه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت غوښتنه کوي او په وینا یې ''دې لړ کې د نظر وحدت شته ''

چین له دې مخکې پر امریکا له دې کبله نیوکې کړې چې خپلو بانکونو کې یې د افغانستان پانګه کنګل کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنګ کې د ۲۰ هېوادونو ډلې یوه انلاین غونډه هم وشوه، چې د قطر استازي هم پکې ګډون درلود.

د یادونې ده، چې قطر د طالبانو لپاره له تېرې څه مودې راهیسې د دیپلوماسۍ مرکز دی.

دې غونډې ته وینا کې د جرمني بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د طالبانو سرپرست حکومت په هکله اندېښنه وښووله چې یوازې طالب مشران پکې شامل دي، هېڅ یوې ښځې ته پکې برخه نه ده ورکړل شوي او ځینې چارواکي یې په تورو لیستونو کې شامل دي.

ښاغلي ماس دا ډول حکومت رامنځته کول د طالبانو ''یوه تاکتیکي تېروتنه '' وبلله چې په وینا د لویدیځوالو حکومتونو لپاره ورسره تعامل ستونځمن دی.

طالبانو له دې مخکې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.

طالبانو همدا راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته په استول شوي لیک کې په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه ورپېژندلی و.

بل لور د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ویاند فرهان حق ویلي، لیک یې د دغه سازمان ځانګړې نهه کسیزې کمېټې ته استولی چې امریکا، چین او روسیه یې غړي دي.

خو امریکا چې په ملګرو ملتونو کې د غړو هېوادونو د استازو باور ارزونې کمېټې غړیتوب لري وايي، تر راتلونکې اونۍ مخکې چې عمومي غونډه پای ته نه وي رسېدلې، په دې هکله پرېکړه نه کېږي.