امریکا د خصوصي الوتنې برخه کې د طالبانو همکاري مثبت ګام بللی

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر را ایستلو وروسته له کابله لومړنۍ خصوصي ملکي الوتنه د یوه مثبت ګام په توګه ستایلې ده.
د قطر هوايي شرکت دې خصوصي الوتنه کې تر سلو ډېر بهرني وګړي له کابله دَوحې ته ولېږدول شول.
د سپینې ماڼې له خوا په یوه اعلامیه کې هم د دې الوتنې تایید شوی او له قطر نه مننه شوې چې په دې برخه کې یې مرسته وکړه او کابل کې یې د حامد کرزي هوايي ډګر یو ځل بیا د ملکي الوتنو لپاره چمتو کړ.
دغه راز د سپینې ماڼې له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې طالبانو هم له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو کسانو په وتلو کې همکاري کړې چې امریکا کې د دایمې اوسېدو قانوني اسناد لري.
په دې برخه کې د طالبانو له خوا همکاري یو مثبت ګام بلل شوی دی.
په اعلامیه کې ژمنه شوې چې له افغانستانه د امریکايي، قانوني اسناد لرونکو کسانو او هغو افغانانو وتلو ته به دوام ورکړل شي چې په افغانستان کې یې د امریکا لپاره کار کړي وي او غواړي چې له افغانستانه ووځي.
اعلامیه زیاتوي چې تر دې دمخه په زرګونه امریکايي وګړي او هغه کسان چې امریکا کې د دایمې اوسیدو اسناد لري له افغانستانه ایستل شوي او د ولسمشر بایډن له قوله راغلي هغه کسان چې امریکايي تابعیت لري او غواړي چې له افغانستانه ووځي هغوی لپاره ضرب الاجل نشته دوی ژمن د چې له افغانستانه یې وباسي.
ویل شوي چې په دې خصوصي الوتنه کې تر ۲۰۰ کسان لېږدول شوي چې ۱۳ تنه بریتانویان او تر ۳۰ پورې امریکایان هم په کې شامل وو.
کاناډا هم تایید کړې چې ۴۳ تنه کاناډايي وګړي په دې الوتنه کې وو او هالنډ بیا د خپلو ۱۳ وګړو یادونه کړې چې دې الوتنه کې له افغانستانه ایستل شوي دي.
دغه راز د کابل له هوايي ډګره د قطر هوايي شرکت په الوتکه کې یو شمېر هغه افغانان هم وو چې د ځان خوندي کولو په موخه یې له افغانستانه وتل غوښتل.
طالبان وايي کابل کې د هوايي ډګر له کاره لوېدلې برخې بیا په رغېدو دي او تمه ده چې نورې نړۍ ته هم عادي الوتنې ژر پیل شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د قطر د بهرنیو چارو وزارت له یوه استازي سره د هوايي ډګر په هغه برخه کې له خبریالانو سره خبرې کولې چې د قطر یوه تخنیکي ډلګۍ په کې په کار بوخته ده.
ښاغلي مجاهد وویل دغې ډلګۍ خپل کار پای ته نژدي کړی چې له بشپړېدو سره به یې هوايي ډګر عادي الوتنو ته چمتو شي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د کابل هوايي ډګر ته په بشري مرستو بار څو الوتنې وار دمخه شوې او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د کابل له هوايي ډګره عادي الوتنې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ځنډېدلې وې او څو ورځې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو لخوا د خپلو کسانو او هغو افغانانو د چټکې ایستنې بهیر روان و چې فکر کېده ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی.
له دغه هوايي ډګره د اګست میاشتې د ۳۱مې نېټې په لومړیو شېبو کې وروستی امریکايي پوځي له افغانستانه ووت.
بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې هېواد یې له افغانستانه د بهرنیو وګړو را ایستلو کې د همکارۍ په تړاو له طالبانو سره خبرې کوي.








