افغانستان کې د بي بي سي پښتو راډیو خپرونو اورېدو لپاره فرېکوانسۍ

په افغانستان کې د بي بي سي خپرونې د ایفاېم (FM) ترڅنګ پر لاندي منځنیوڅپو (MW)اولنډوڅپو (SW) هم اورېدلای شئ.
سهارنۍ خپرونې:
د سهار له ۵:۰۰ تر ۷:۰۰ بجو، پر لنډو څپو ۴۱ مټره چې ۷۲۹۵ کیلوهرټزه کیږي.
د سهار له ۵:۰۰ تر ۶:۰۰ بجو، پر لنډو څپو ۴۹ مټره چې ۶۱۹۵ کیلوهرټزه کیږي.
د سهار له ۵:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو، پر لنډو څپو۴۱ مټره چې ۷۴۴۵ کیلوهرټزه، او لنډو څپو ۳۱مټره چې ۹۴۱۰ کیلوهرټزه کیږي.
د سهار له ۷:۰۰ تر ۹:۰۰ بجو، پر لنډو څپو۳۱ مټره چې ۹۸۸۰ کیلوهرټزه کیږي.
د سهار له ۷:۳۰ تر ۹:۰۰ بجو، پر لنډو څپو۲۲ مټره چې ۱۳۵۸۰ کیلوهرټزه کیږي، او لنډوڅپو ۲۵ مټره چې ۱۱۸۷۰ کیلوهرټزه کیږي.
غرمنۍ/ ماسپښینۍ خپرونې:
د بي بي سي غرمنۍ او ماسپښینۍ خپرونې دایف اېم (FM) تر څنګ، پر دې لنډوڅپو (SW)هم اورېدلای شئ.
د ماسپښین له ۱:۰۰ بجې تر ۳:۳۰ بجو، پر لنډوڅپو ۱۹ مټره چې د ۱۵۳۱۰ کیلوهرټزه کیږي، او۲۱ مټره چې ۱۳۷۴۰ کیلوهرټزه کیږي.
ماښامنۍ خپرونې:
د بي بي سي ماښامنۍ خپرونې په افغانستان کې د ایف اېم (FM) ترڅنګ، پر دې لنډوڅپو (SW) او منځنیوڅپو (MW)هم اورېدلای شئ.
ټولې ماښامنۍ خپروني له د ماښام له ۶:۳۰ د شپې تر ۱۱:۳۰ بجو، پر منځنۍ څپې (يا Medium Wave) ۱۴۱۳ کیلوهرټزه په افغانستان ، پاکستان او ایران کې اورېدل کېدای شي.
او پر منځنۍ څپې ۱۲۵۱ کیلوهرټزه، د افغانستان په شمال او تاجیکستان کي اورېدل کېدای شي.
دماښام له ۶:۳۰ تر شپې ۱۱:۳۰ بجو يې، پر لنډو څپو ۴۱ مټره چې ۷۴۶۵ کیلوهرټزه او ۴۹ مټره چې ۵۹۷۹ کیلوهرټزه کیږي، اورېدلای شئ.
د ماښام له ۷:۳۰ تر شپې ۹:۳۰ بجو يې، پر لنډو څپو ۳۱ مټره چې ۹۳۳۵ کیلوهرټزه کیږي.
د شپې له ۹:۳۰ تر شپې ۱۱:۳۰ بجو يې، پر لنډو څپو ۴۱ مټره چې ۷۵۸۰ کیلوهرټزه کیږي.
او د شپې له ۹:۳۰ بجو، د بي بي سي ماښامنۍ خپرونې پر لنډو څپو ۴۹ مټره چې ۵۸۷۵ کیلوهرټزه کیږي، هم اورېدلای شئ.








