افغان فوټبال لوبغاړی کابل کې له امریکايي الوتکې د غورځېدو له کبله مړ شوی

پر خواله رسنیو ګڼ شمېر کسانو د ذکي انوري له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې.

د عکس سرچینه، Afghan Sports Society

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو ګڼ شمېر کسانو د ذکي انوري له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې.

افغان چارواکو تایید کړې چې یو ځوان فوټبال لوبغاړی د کابل هوايي ډګر کې یوې امریکايي پوځي الوتکې ته د ختلو هڅو کې لاندې لوېدلی او مړ شوی دی.

۱۹ کلن ذکي انوري د افغان ځوانانو ملي فوټبال ټیم لپاره لوبه کړې. دا چې نوموړی کله مړ شوی، تر اوسه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو له لوري د کابل کنټرول له تر لاسه کولو وروسته زرګونه کسان هڅه کوي د کابل حامد کرزي هوايي ډګر له لاې هېواد پرېږدي.

د دوشنبې پر ورځ ویډیويي کلیپونو کې سلګونه کسان لیدل شول چې پر ځغاستلیکه له یوې روانې امریکايي پوځي الوتکې سره ځغلي او ځینې پورې نښتي دي.

د ځايي رسنیو په وینا لږ تر لږه دوه کسان د الوتکې له پورته کېدو وروسته لاندې وغورځېدل.

د امریکا هوايي ځواک هم تایید کړه چې قطر ته د الوتکې له رسېدو وروسته یې په لنډینګ ګیئر کې د انساني بدن غړي موندل شوي دي.

د افغانستان فزیکي روزنې او سپورت ادارې مشرتابه له لوري د ښاغلي انوري د مړینې په هکله یوه فېسبوک پیغام کې ویل شوي:

''الله تعالی دې هغه ته جنتونه ورکړي او د کورنۍ، دوستانو او سپورتي همکارانو لپاره یې دعا کوو. ''

پر خواله رسنیو ګڼ شمېر کسانو د نوموړي لپاره دعا کړې.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه انسټاګرام کاروونکي لیکلي: ''مړینه دې ستر غم دی. یادونه به تل په زړه پورې ساتم. ''

بل لور ته طالبان هوايي ډګر ته د هغو کسانو د ننوتو مخه نیسي چې سفري اسناد نه لري، خو هغه چې اسناد لري هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

له دې مخې پرون 'پنجشبنه ' د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې مېشتو امریکایي وګړو او د هغو کورنیو ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره دې ځانونه د کابل هوایي ډګر ته ورسوي.

د امریکا سي بي اېس تلویزیون د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، داسې هېڅ تضمین هم نشته چې دا وګړي به په خوندي توګه وکړای شي چې هوایي ډګر ته ننوځي.

په ورته مهال د امریکا د دفاع وزارت منلې ده چې دا مهال ۵۲۰۰ امریکایي پوځيان په کابل کې دي او د دې ښار د هوایي ډګر او هوایي چلن چارې سمبالوي.