افغان حکومت وايي د سولې لپاره یې نوې طرحه وړاندې کړې

د عکس سرچینه، Abdullah abdullah/facebook
د افغان حکومت پلاوی چې دوحې ته د سولې خبرو لپاره سفر کړی وايي کوربه هېواد ته یې د سولې نوې طرحه سپارلې ده.
دې پلاوي د یادې طرحې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو وايي چې د ټرویکا پلس دوه ورځنۍ غونډې وروسته یې یوه سیمه ییز ناسته جوړه کړې.
د افغان حکومت پلاوی وايي، تمه لري چې نړۍ به پر طالبانو فشار واچوي چې د سولې خبرې بیا پیل کړي او جګړه ودروي.
دې غونډه کې د افغان پلاوي او طالبانو په ګډون د سیمې هېوادونو، امریکا او روسیې استازو هم ګډون کړی.
دوحه کې د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو اصلي تمرکز یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې پر بهیر ورټول دی.
دا غونډه د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د ځانګړو استازو د سې شنبې کنفرانس او ترویکا پلس د چهارشنبې ناستې په دوام ترسره کېږي.
د افغان حکومت د پنځه کسیز پلاوي مشري د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي.
د طالبانو په استازیتوب د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پنځه کسیز پلاوی په دې غونډه کې ګډون کوي.
خو د افغان حکومت پلاوی وايي چې مخامخ له طالبانو سره غونډه کې ګډون نه لري.
د دوی په خبره د غونډې ډول داسې دی چې لومړی د حکومت ډله له نورو نړیوالو سره خبرې کوي او بیا همدا نړیوال مېلمانه له طالبانو سره ګوري.
د سولې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بي بي سي ته وویل ، په غونډه کې د افغانستان پیغام بیا هم هېواد کې د جګړې د درولو دی.

د عکس سرچینه، Abdullah abdullah/facebook
بلخوا طالبان افغان حکومت تورنوي چې سولې په لارې کې خنډ دی خو ښاغلی خوځون وايي، چې د افغان حکومت پلاوي نوې طرحه دوحه کې کوربه هېواد ته سپارلې ده.
د سولې عالي شورا ویاند د دې طرحې په اړه ډېر معلومات ورنه کړل.
له پرله پسې هڅو سره سره ، موږ ونه توانیدو چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند سره خبرې وکړو ، خو هغه پرون بي بي سي ته ویلي و، چې د دوحې په غونډه کې به یوازې د افغانستان د وضعیت په اړه د برخه اخیستونکو هیوادونو نظرونه واوریدل شي او کومه پریکړه نه کېږي.
د افغان سولې لپاره د سیمې د هېوادونو، امریکا، روسیې او چین ځانګړي استازي په دې ناسته کې ګډون لري.
د تېرو دوو ورځو په غونډو کې ، د برخه اخیستونکو هېوادونو استازو لخوا د سولې د خبرو بیا پیلیدو، ژر تر ژره د جګړې درېدو، سیاسي حل لارې لټول او ټول شموله حکومت جوړیدو غوښتنې شوې دي.










