د افغانستان جګړه: روغتونونه د ټپیانو له درمللو سره لاس او ګرېوان دي

Doctors treated an injured person

د عکس سرچینه، MSF

د عکس تشریح، په لښکرګاه کې ډاکټران او طبي پرسونل شپه او ورځ د ټپیانو په درمللو بوخت دي

په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لاس ته د دریو لویو ښارونو د لوېدو د مخنیوي لپاره جګړه کوي، ولسي وګړي په سختو جګړو کې راګیر شوي دي.

په کندهار او د هلمند په لښکرګاه کې ډاکټران بي بي سي ته له ولسي مرګ ژوبلې سره د خپلې مبارزې په اړه غږېدلي.

ښځې او ماشومان هم د جګړې له کبله د ټپیانو په ډېرېدونکي شمېر کې شامل دي.

ځايي ډاکټران وايي، له دوی سره د درملنې وسایل او دارو، درمل په لږېدو دي.

ډاکټر مسعود خان چې له بې پولې ډاکټرانو سره یې اوه کاله کار کړی، وايي "ما پخپل ژوند کې دا ډول له کړاوه ډک وضعیت نه دی لیدلی."

"د جګړې له کبله، ګڼ خلک ټپیان شوي. ځینې یې ان روغتون ته هم ځانونه نه شي رسولی. په ټوله کې موږ ته له عادي حالت ډېر ناروغان راځي".

تېره میاشت د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې طالب وسله والو یو شمېر سیمې ونیولې.

دوی اوس ښارونه خپل هدف ګرځولي او له تېرې اونۍ راهیسې یې د هېواد په لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله د هرات شاوخوا کې جګړه سخته شوې ده، همدارنګه په سوېل کندهار او لښکرګاه کې هم جګړه روانه ده.‌

د لښکرګاه برخلیک معلق پاتې دی او داسې رپوټونه شته چې طالب وسله وال په کورونو،‌ هټیو او بازار کې ځای پرځای شوي او په ښار کې خلک ایسار پاتې دي.

A view of a market that was closed over security fears as Taliban attacked parts of the city in Lashkar Gah, the provincial capital of Helmand, Afghanistan, 02 August 2021.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډاکټر خان وايي، لښکرګاه کې دوکانونه د جګړې له کبله تړل شوي او د دوی تمویل په کمېدو دی.

ډاکټر خاان وايي، د بست ۳۰۰ بستریز روغتون ته د وروړل شویو هغو سختو ټپیانو په درملنه بوخت دی، چې د جګړې په ډګر کې ټپیان شوي.

په هلمند کې د هر ډول ناروغانو د مراجعې دا یوازېنی روغتون دی چې د بېړنیو حالاتو او جراحي عملیاتو لپاره ناروغان مني.

دی وايي، طبي سرچینې او مواد یې په ختمېدو دي.

په تېرو دریو میاشتو کې د ډاکټر خان روغتون په اوسط‌ ډول هره ورځ د جګړې د پنځو ټپیانو درملنه کوله، خو د تازه تاوتریخوالي ډېرېدل د ولسي مرګ ژوبلې د ډېرېدو په معنا دي.

یوازې د جولای په وروستیو دریو ورځو کې (له ۲۹ تر ۳۱) دغه روغتون په جګړه کې د ۷۰ ټپي شویو کسانو درملنه کړې ده.

د ویډیو تشریح، هلمند کې جګړه: لښکرګاه ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي

له ۴۸۲ ټپیانو چې په مې او جون میاشتو کې یې روغتون ته مراجعه کړې ده، نژدې ۹۰ سلنه یې د مرمیو او توغندیو له کبله ټپیان شوي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، ګڼ داسې ټپیان شته چې لا تر اوسه روغتون ته نه دي رسېدلي.

ډاکتر خان وايي: "روانه جګړه پر ټولو اغېز کوي. ان په روغتون کې هم کله چې موږ د ډزو غږ اورو، د ډېر خوندیتوب احساس نه کوو."

"هر ځای جګړه ده. موږ پخپل روغتون کې ډېر غږونه اورو."

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل، په تېرو یوازې څلورویشتو ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

'هرځای طالبان دي'

A general view of Lashkar Gah, the capital city of Helmand province.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان د هلمند لښکرګاه ښار ته ننوتلي وو

افغان ځواکونو د لښکرګاه له ۲۰۰٫۰۰۰ اټکل شویو وګړو غوښتي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ځایونو څخه ووځي.

د افغانستان هوايي ځواکونه هلته د اورپکو هدفونه بمباروي او امنیه قومندانۍ ته څېرمه د درنې جګړې رپوټونه ورکول کېږي.

طالبانو تر دې مخکې د سیمې ګڼې راډیوګانې او د تلویزیون دفترونه نیولي دي.

یوه سیمه وال اې ایف پي خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: "د ښار په هر ځای کې طالبان دي،‌ تاسو یې د ښار په هر واټ کې پر موټر سایکل سپاره لیدلی شئ. دوی هغه کسان نیسي یا وژني چې ځیرک ټیلیفونونه ورسره دي."

د سیمې یوه اوسېدونکي صالح محمد ویلي سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو وتلې، خو ګڼې نورې په جګړه کې ایسارې پاتې دي:

"له سیمې د تېښتې هېڅ لاره نه شته، ځکه چې جګړه روانه ده. هېڅ داسې تضمین نه شته چې موږ به پر لار نه وژل کېږو."

"حکومت او طالبان موږ له منځه وړي."

ډاکټر خان په تېرو دوو ورځو کې نه دی توانېدلی چې کور ته لاړ شي. هغه له خپلو کارمنانو سره په روغتون کې پاتې کېږي.

A doctor treating the war injured

د عکس سرچینه، MSF

د عکس تشریح، بې پولې ډاکټران وايي، د جګړې له کبله باید ټپیان په کورونو کې منتظر شي

دی وايي: "روغتون ته رسېدل او لاسرسی ډېر ګران دی. موږ په روغتون کې پاتې کېږو. موږ شپه او ورځ کار کوو او پټنځایونو کې ویدېږو."

د ډاکټر خان په وینا، د ناروغانو او ټپیانو شمېر په ډېرېدو دی، خو طبي تجهیزات او پرسونل یې بسنه نه کوي.

"موږ هڅه کوو د ډاکټرانو باکیفیته پالنه او څارنه وکړو، خو موږ ته کافي سرچینې او تمویل نه رارسېږي. په ښار کې ټول دوکانونه تړل شوي. ښار په بشپړ ډول بند دی."

مړي او ټپیان

ویل کېږي د افغانستان په دویم لور ښار کندهار کې روغتونونه هم ډېر شمېر ناروغان درملل کېږي.

د کندهار میروس روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد وايي: "په دریو اونیو کې موږ ته ۱۴۵ مړي راوړل شول."

دی وايي، اوس وضعیت په ښه کېدو دی؛ ځکه چې حکومتي ځواکونو د طالبانو د دریو اونیو مخکې پیل شوی برید په شا تمبولی دی.

Doctors treated an injured man

د عکس سرچینه، BBC News

د عکس تشریح، د افغانستان دویم لوی ښار کندهار کې یو روغتون سلګونه د جګړې ټپیان درملل کېږي.

ډاکتر فرهاد بي بي سي ته وویل، هره ورځ دوی ته له ۱۰ تر ۳۰ داسې ټپیان وروړل کېږي چې جګړه کې ټپیان شوي.

میروس روغتون ۱۱۵ ډاکټران او ۶۰۰ بستره لري، خو د احتیاط لپاره یې په عاجل واټ کې ۳۰ نور جلا بستره فعال کړي دي.

"درې اونۍ وړاندې طالبان ښار ته نژدې راغلل او موږ ته ټپیان راوړل کېدل.‌تر اوسه موږ ته ۵۱۳ ټپیان راوړل شوي. په ټپیانو کې تر ۸۰ سلنه ولسي وګړي دي. په دوی کې هغه چې شدید ټپیان شوي، ۱۱۰ یې ماشومان او نژدې ۷۵ ښځې وې."

د کارمنانو کمښت

Makeshift ward in a hospital
د عکس تشریح، د کندهار میروس روغتون عاجله برخه کې ۳۰ احتیاطي بستره ځای پرځای شوي

ډاکتر فرهاد وايي له روغتون سره یې د سره صلیب ټولنه هم مرسته کوي، کافي درمل لري او ښه څارنیز سیستم لري.

خو د ټپونو د شدت له کبله هغه وېره لري چې ټپیان به په راتلونکو ورځو کې ومري.

"زموږ سر و کار په مرمیو له ټپي شويو، د ماین له کبله ټپیانو شويو، سوځېدلو د بمونو له کبله ټپیانو شويو او خفیف ټپونو لرونکو کسانو سره دی. داسې ناروغان هم شته چې پښې او لاسونه یې له لاسه ورکړي دي."

ډاکتر فرهاد زیاتوي: "جګړو په ګڼو ښارونو کې زرګونه وګړي بې ځایه کړي، چې ډاکټران هم پکې دي. زموږ ډېری ډاکټران په روغتون کې پاتې دي خو نرسان او نور طبي پرسونل مو له روغتون بهر اوسېږي او په ډېرې سختۍ روغتونون ته راځي. د ناطبي کارمانو هم ډېر کمی دی."