یوناما: ښارونو ته د جګړې غځېدو سره ولسي وګړي ډېره قرباني ورکوي

MSF

د عکس سرچینه، MSF

د عکس تشریح، یوناما وايي، د ولسي مرګ ژوبلې ۴۶ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازۍ یا یوناما وايي، د افغانستان ښارونو ته د جګړې رسېدو سره ولسي وګړي ډېر قرباني کېږي.

دا اداره د سې شنبې په ورځ( د اګسټ ۳) ټوېټ کې وايي، تېرو دریو ورځو کې د هلمند مرکز لښکرګا کې لس ولسي وګړي وژل شوي او ۸۵ ټپیان دي او کندهار کې ۵ وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي.

بې پولې ډاکټرانو هم پرون وویل، لښکرګا کې جګړه د دې سبب شوې چې دوی د جګړې ټپیانو په درملنه کې له ستونزو سره مخ شي.

د دې ادارې اعلامیه کې راغلي، دغه ښار کې یې ډکټرانو په یوه ورځ بوست روغتون کې داسې لس کسان عملیات کړي چې په جګړه کې ټپي شوي وو.

دا اداره د هلمند مرکز ته د جګړې غځېدو سره دغه سیمه کې د خپلو چارو د همغږرې(همغږې کوونکې) سارا لیهي له قوله وايي:

"ډېری ګڼ مېشته سیمو کې پرلپسې ډزې، هوايي او راکټي بریدونه کېږي. پر استوګنځیو بریدونه کېږي او ډېر خلک دې بریدونو کې ټپیان شوي دي."

یوناما د طالبانو عملیات او د افغان ځواکونو هوايي بریدونه د ولسي وګړو د ډېرې مرګژوبلې لامل بولي.

د دې ادارې په خبره، له جګړې زرګونه خلک بې کوره شوي او د نورو په څېر وګړي وېره کې اوسېږي.

یوناما تېره اونۍ د جولای پر ۲۷ هم وویل، د ۲۰۲۱ کال لومړیو ۶ میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله ۴۷ سلنه ډېره شوې ده، چې ۴۶ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

هلمند کې د امریکا بمبار

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په دا مهال رپوټونه وايي، امریکايي الوتکو د هلمند په مرکز لشکرګا کې پر وسله والو طالبانو بېګا او سهار هوايي بریدونه کړي دي.

امریکايي چارواکو منلې چې افغانستان کې د ورځې له یو تر پنځو هوايي بریدونه کوي.

د امریکا دفاع وزارت چارواکو سي اېن اېن ته دا هم ویلي، دا بریدونه اوسمهال له افغان پوځ سره د امریکا یواځنی پوځي ملاتړی دی.

طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې د دې ډلې پرضد هوايي بریدونه د دوحې تړون خلاف بللي دي.

هلمند کې جګړه

د هلمند له جګړې ډېر خلک بې کوره شوي هم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هلمند له جګړې ډېر خلک بې کوره شوي هم دي.

له تېرې اونۍ راهیسې د لښکرګا څنډو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه او له تېرو دریو ورځو راهیسې د ښار زړه ته رسېدلې ده.

له سیمې رپوټونه وايي، د لښکرګا ښار اوله ناحیه، ملي امنیت، محبس، د بوست فابریکې، د سولې چوک او نورو سیمو کې له سهار شپږو بجو تر اتو سخته جګړه شوې ده.

طالبانو پرون لښکرګاه ښار کې دولتي تلوېزون ونیو او خپل نشرات یې ترې پیل کړل.

که څه هم کمانډو ځواکونه وايي، دا رسنۍ یې اوس بېرته نیولې ده، خو د ملي تلوېزون مشر حیات الله داوري وايي، دا رسنۍ اوس هم د طالبانو لاس کې ده.