یوناما افغانستان کې د خپل کاروان د ۵ امنیتي کسانو پر وژنه خواشیني وښوده

د عکس سرچینه، UNAMA
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما وايي، د پلازمېنې کابل په سروبي ولسوالۍ کې د دې ادرې پر کاروان برید کې پنځه افغان امنیت ساتي وژل شوي دي.
دا کسان د پنجشنبې په ورځ سروبي ولسوالۍ کې د کابل- جلال اباد پر لوله لار ووژل شول.
یوناما خپل ټوېټر کې وايي، دغه برید کې د ملګرو ملتونو کوم کارکوونکي یا ګاډي ته زیان نه دی رسېدلی:
"د ملګرو ملتونو کورنۍ افغانستان کې د پرسونل خوندیتوب ادارې د پنځو افغان ساتونکو په وژنه خواشیني ده چې سروبي ولسوالۍ کې په یوه پېښه کې ووژل شول. "
د یوناما مرستیال رامز الکبروف هم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې ملګري ملتونه د دې امنیت ساتو د وژل کېدو له امله له افغان حکومت سره خواشیني څرګندوي.
دی ټینګار کوي چې افغانستان کې تاوتریخوالی باید ختم شي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.






