یوناما: تاوتریخوالی پرېږدئ، پر بین الافغاني مذاکراتو تمرکز وکړئ

af

د عکس سرچینه، Gettyimages

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د بریدونو ډېرېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ "یوناما" په هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي سم لاسي کمولو غوښتنه او د سولې بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو یې تینګار کړی. دغه اداره وايي، په افغانستان کې تېره اپرېل میاشت د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله د دواړو وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو له خوا ډېره شوې ده.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د بریدونو ډېرېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د پسرلي په را رسېدو سره جنګ جګړو یو ځل بیا زور اخیستی او د جګړې ښکېلو خواوو ترڅنګ د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ورسره زیاته شوې ده.

یوناما پخپل رپوټ کې وايي، په تېرې اپریل میاشتې کې طالبان د ۲۰۸ او حکومتي ځواکونه بیا د ۱۷۲ ملکي تلفاتو لامل وو، چې په ترتیب سره د تېر کال همدې مودې پرتله ۲۵ سلنه او ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغان حکومت او طالبانو غبرګون:

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلاامیه کې ویلي، د دوی موندنې ښایي چې په افغانستان کې ډېری د ولسي مرګژوبلې مسولیت طالبانو او ملګرو ډلو ته یې ور اوړي.

اعلامیه ایي، طالبان یا مخامخ د ولسي وګړو په مرګژوبله کې ښکېل دي، او یا یې هم د داعش په څېر نورو ترهګرو ډلو ته زمینه برابره کړې چې پر ولسي خلکو بریدونه وکړي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه بي بي سي ته وویل: "د ولسي وګړو مرګ ژوبله کې طالبان له احتیاطه کار اخلي. د یوناما د راپور مراجع تل د افغان حکومت ادارې دي او د اعتبار وړ نه دي."

ښاغلی مجاهد وايي په هېواد کې اکثره ملکي تلفات د امریکایانو او داخليانو په بمبارونو او توغندویزو بریدونو کې اوړي.

taliban

د عکس سرچینه، Gettyimages

د عکس تشریح، یوناما وايي، په تېره اپریل میاشت کې طالبان د ۲۰۸ او حکومتي ځواکونه د ۱۷۲ ملکي تلفاتو لامل وو

د ولسي مرګ ژوبلې ډېرېدو په اړه یوناما داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت رییس طالبان له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې د څه باندې ۲۵۰۰ بریدونو عاملین وبلل چې لږ تر لږه ۴۲۰ ولسي وګړي پکې وژل شوي، خو طالبانو د ملي امنیت دا ادعا رد کړې او وايي د حکومت بمبارۍ او بریدونه د ډېرو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: "زه د جګړې د درېدلو غږ کوم او له ښکېلو خواوو غواړم چې د بشردوستانه قانون درناوی وکړي چې موخه یې د ملکي وګړو ساتنه ده."

" ښکېلو اړخونو ژمنه کړې چې یوه سوله ییزه حل لاره به لټوي او باید د ټولو افغانانو ژوند خوندي کړي او همدارنګه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خلکو هیلې له خطر سره مخامخ نه کړي."

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي طالبان پر ملکي وګړو له بریدو په انکار او په پېښو کې د لاس نه لرلو اعلامیو سره ځان ته برأت نه شي ورکولای:

"موږ د طالبانو د بدو کړنو ډېرې بېلګې لرو، چې پر جوماتونو، روغتونونو ، ملکي ځایونو او له ګڼې ګوڼې پر ډګو ځایونو یې بریدونه کړي دي، چې اصلي موخه یې ملکي وګړي وو. نو طالبان نه شي کولای چې د یوې پېښې مسؤلیت واخلي او له بلې انکار وکړي."

کابل

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، کابل کې پر روغتون برید ۲۴ مېندې، ماشومان، ډاکټران او نرسانې ووژلې

د یوناما په اعلامیې کې راغلي ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او نړیوال بشردوستانه قانون ته د ښکېلو اړخونو د نه درناوي له امله ژوره اندېښنه لري. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د جګړې د دریدلو غږ کړی او له ښکیلو خواوو یې غوښتي بشردوستانه قانون درناوی وکړي چې موخه یې د ملکي وګړو ساتنه ده. خو طالبان بیا د یوناما راپورونه د حکومت له خوا د شمېرو پر بنسټ جوړ بولي.

تر اپریل وروسته په مې میاشتې کې هم په کابل، ننګرهار، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې خونړي بریدونه شوي، چې حکومت یې پړه پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو ور اچوي، خو زیاتره هغه پېښې لکه په کابل کې پر روغتون برید چې ملکي وګړو ته پکې ډېره مرګ ژوبله واوښته او په کور دننه او نړیوالو غبرګونونه راپارول، پړه کومې خوا پر غاړه نه اخلي.