کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازه برید؛ لسګونه کسان وژل شوي

کابل
د عکس تشریح، د دغه روغتون د زېږون برخه د بې پولې ډاکټرانو له خوا تمویلېږي چې ځینې بهرني ډاکټران هم لري.

د افغانستان پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې امنیتي چارواکي وايي، وسله والو ځايي وخت لس بجې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون برید کړی. له سیمې وروستي رپوټونه وایي چې برید پای ته رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې دې برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ نور تپیان دي، خو وروستي جزئیات لا نه دي مالوم.

بي بي سي ته د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د سل بستریز روغتون یوه ډاکټر ویلي، بریدګرو د روغتون پر ولادي برخې برید کړی و.

د دغه روغتون یاده برخه د بې پولې ډاکټرانو له خوا تمویلېږي چې ځینې بهرني ډاکټران هم لري.

کابل
د عکس تشریح، برید د کابل دشت برچي سیمه کې شوی دی

د کابل پولیس وايي، سیمې ته ځاګړي امنیتي ځواکونه رسېدلي او سیمه کلابنده شوې ده.

دروغتیا وزارت دېبرید کې د دوو ماشومانو په ګډون د اتو کسانو ټپي کېدل مني.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني وايي، دوو بریدګرو برید کړی چې یو وژل شوی او بل لا هم جنګېږي.

نوموړې زیاتوي چې افغان سرتېرو تر ۷۲ کسان د برید له ځای اېستلي دی.

ننګرهار کې بر جنازه برید درنه مرګ ژوبله اړولې:

ننګرهار
د عکس تشریح، چارواکي وايي، د ننګرهار برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

بل لور ته د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قومندان د جنازې مراسمو پر مهال ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۶۸ ټپیان دي. بريد نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې شوی دی.

داعش ډلې سې شنبه ناوخته د دې برید مسولیت ومانه او تائید یې کړه چې ځانمرګی برید و.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، ځانمرګی برید د سيمه ييزو پوليسو د قومندان شېخ اکرم جنازه کې په داسې مهال شوی چې خلک د جنازې لمونځ ادا کولو ته په را ټولېدو وو. شیخ اکرم تېره شپه د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د والي ویاند د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، دې پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۵۵ ټپیان دي. د هغه په خبره، وژل شويو کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړی لالا خان ملکزی هم دی.

د والی ویاند وایي چې د ولسي جرګې يو غړی نوراغا ملکزی هم ژوبل دی.

د پېښې له ځايه په خپرو شويو تصويرونو کې پر ځمکه پراته جسدونه او ژوبل خلک ښکاري.

طالبانو ویلي دې برید کې لاس نه لري.

د ننګرهار عامې روغتيا چارواکي وايي، د ننګرهار حوزوي روغتون ته د نننۍ پېښې له سيمې ۱۲ جسدونه او ۵۸ ژوبل ور وړل شوي دي. د روغتیايي چارواکو په خبره، د يو شمېر ژوبلو وضعيت نازک بلل شوی دی.

د کابل برید پر وخت د یوډاکټر د سترګو لیدلی حال:

KABUL POLICE
د عکس تشریح، د د دغه روغتون دوې برخې (نسايي او ولادي) د بې پولې ډاکټرانو له خوا سمبالېږي

د دغه روغتون د نوزیږو برخې یوه ډاکټر عبد الفهیم صمدي بي بي سي ته ویلي، نن له اوږدې رخصتۍ روغتون ته ستون شوی، چې له یو ساعته وروسته د خطر زنګ ووهل شو او خونديخونې ته د تللو ورته وویل شول.

نوموړی وايي، خونديخونه بنده وه، اړ شوو چې د ګاونډي کور ته پر دېوال واوړي:

یو شاوخوا ۲۴ کلن بریدګر مې ولید چې د سرحدي پولیسو جامې یې لرلې او خونې یې لټولې.

دی وايي، نن په روغتون کې د روغتیايي، اداري او امنیتي کسانو په ګډون شاوخوا ۱۴۰ کسان موجود وو، سربېره پر دې روغتون کې میندې او ناروغان هم وو.

د دغه روغتون دوې برخې (نسايي او ولادي) د بې پولې ډاکټرانو له خوا سمبالېږي او نورې برخې یې د افغانستان د دولت پر غاړه دي.

د بې پولې ډاکټرانو یو مېلمستون د روغتون شا ته دی، چې د ډاکټر عبد الفهیم صمدي په وینا، کله چې د ګاونډي کور ته اوښتل، د مېلمستون په دویم پوړ کې یې د چاودنې غږ واورېد.

د نوموړي په وینا، په روغتون کې یو کاناډایی نرس، یوه کینیایۍ قابله هم کار کوي او اداري مسوول یې عراقی دی او د مالي برخې مشري یې د روانډا یو وګړی کوي.

افغانستان کې وروستیو بریدونو ته غبرګونونه:

محسن دوړ

د عکس سرچینه، MOhsen Dawar FB

د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ محسن دوړ افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر په کابل او ننګرهار بریدونه او تېره ورځ په لغمان کې د افغان پوځیانو وژنه په تونده لهجه غندلې او طالبان یې (وحشي) بللي.

نوموړي لیکلي چې طالبان او دعش ډله په دې وحشت کې برابر او خپلو کې سره وروڼه دي.

په افغانستان کې دامریکا سفارت شارژدافیر روس ویلسن په کابل کې برید بربریت بللی او هغه یې غندلی دی. هغه پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د اشرارو ترهګرو دا برید چې بې دفاع خلک یې په نښه کړي غندي.

په افغانستان کې د جرمني سفیر پيټر پروژل پروجیل ویلي د کابل په لویدیځه څنډه کې پر روغتون برید ته غبرګون کې غوسه او خفګان ښودلی. ده ویلي د هغو کسانو حماقت چې د دا ډول نا انساني او د کرکې عمل تر شا لاس لري له خیاله هم پورته دی.

داروپايي ټولنې د بشري حقونو د ادارې مشرې لوټې لیچ دا برید زړه بوږنوونکی بللی او ویلي د داسې بې رحمه او احمقانه بریدونو عاملین باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د کابل او ننګرهار ننني بریدونه غندلي. اعلامیه کې د پېښو قربانیانو سره خواخوږي څرګنده شوې ده او زیاتوي، په روژه کې دا ډول بریدونه یو بوږنوونکی او ډارن عمل دی.

د پاکستان د ملي اسامبلې غړې او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن دوړ په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې غندلي.

ښاغلي دوړ پر ټویټر لیکلی:

''پر ټول افغان ملت د اتحاد او اتفاق غږ کوو چې نور باید د مکار دښمن پر وړاندې لاسونه سره یو کړي. ''