یوناما: د افغان ټاکنو په بهیر کې بې پرې یو

د عکس سرچینه، UNAMA
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نن چارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان ټاکنو په بهیر کې په بشپړه توګه بې پرې دي او یوازې د ملاتړ رول لري.
یوناما دا سپیناوی وروسته له هغه خپروي چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر محمد عبدالله روانه اوونۍ تور ولګاوه چې په یوناما کې د ځینو ټاکنیزو ډلو نفوذي کړۍ موجودې دي.
له هغې یوه ورځ وړاندې د یوناما مشر د ټاکنو کمېسیون مشرې ته یو رسمي لیک استولی و او په دې لیک کې د کمېشنر محمد عبدالله په تړاو اندېښنه ښودل شوې وه.
د یوناما لیک کې راغلي وو چې محمد عبدالله د ټاکنو کمېسیون یو کارکوونکی په مرګ ګواښلی او سپکاوی یې ورته کړی.
د دې تورونو په ځواب کې کمېشنر محمد عبدالله تور پورې کړ چې په یوناما کې یوه ځانګړې کړۍ د ده پر ضد دسیسه جوړوي.
نوموړي همدا راز ګواښ وکړ چې د دې تورونو له کبله به د یوناما پر ضد قانوني ګام پورته کوي.
خو نن چارشنبه یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، د خپګان ځای دی چې د دوی لخوا د ټاکنو کمېسیون مشرې ته استول شوی لیک رسنیو ته ورسېد او له کبله یې په رسنیو کې بحثونه پیل شول.
یوناما یو ځل بیا د ټاکنو پر کمېسیون غږ کړی چې د دوی لخوا ور استول شوي لیک کې را پورته شوې موضوع، یعنی د کمېسیون له یوه کار کوونکي سره د ټاکنیز کمېشنر محمد عبدالله نامناسب چل دې په بشپړه توګه و ارزول شي.

د عکس سرچینه، IEC AFGHANISTAN
د یوناما په اعلامیه کې راغلي:
"د افغان چارواکو د غوښتنې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د ورکړل شوي ماموریت د یوې برخې په توګه، یوناما له ټاکنیزو افغان بنسټونو او د باوري ټاکنو د تنظیمولو په برخه کې د هغوی له چارو ملاتړ کوي. یوناما یوځل بیا ټینګار کوي چې دغه بنسټ دافغانستان د ټاکنو د خپلواکو ادارو د ملاتړ په برخه کې خپل بشپړ بې پریتوب ساتي او د هیواد د ټاکنو قانون او له تقلب سره د مبارزې ټولو هڅو ته احترام لري".
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوناما د لیک په ځواب کې ویلي وو، که د دوی پر کمېشنر محمد عبدالله هغه تور ثابت شي چې د یوناما لیک کې یې یادونه شوې ده، نو له یاد کمېشنر سره به قانوني چلن کېږي.
خو کمېسیون زیاته کړې وه چې په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي او تر وخت د مخه باید څوک ملامت ونه بلل شي.








