فراه کې پر ګاډي چاودنې ۱۱ کسان ووژل او ۳۷ ټپیان کړل

ر

د عکس سرچینه، .

فراه کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په بالاک بلوک سیمه کې د سپرلۍ ګاډۍ په ماین ختلی چې له امله یې ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي ویاند محمد نصیر مهري د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې موټر د وسلوالو له خوا په سړک کې د اېښودل شوي ماین ختلی دی.

"پېښه سهار مهال ۴:۳۰ دقیقې شوې او د احمدشاه ابدالي شرکت موټر چې له هرات- کابل ته روان و، په لخشک سیمه کې په ماین ختلی دی".

د نوموړي په خبره، په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او د مېرمو او ماشومانو په ګډون ۳۷ کسان ټپي دي.

ارګ رسنیو ته په استولې اعلامیه کې د ولسمشر غني له خولې پر دغه پېښه خواشیني ښودلې ده.

"ملکي وګړو په ځانګړي ډول علماوو، ښځو او کوچنیانو ته زیان اړول د افغانستان د دیني علماوو متفقې فتوا او د اسلامي نړۍ د علمای کرامو له اعلامیې سره چې په افغانستان کې یې مسلمان وژنه او روانه جګړه حرامه بللې، په ټکر کې دی".

ر

د عکس سرچینه، عبدالله یاد

د عکس تشریح، خواله رسنیو کې دا انځور د همدې پېښې ښودل شوی دی.

افغانستان کې پر جګړه سربېره د ښکېلو لورو د ماینونو له امله هم وخت ناوخت ولس ته مرګ ژوبله اوړي.

د یوناما د روانې میاشتې د ۱۵ نېټې رپوټ وايي، چې د جګړې د ښکیلو اړخونو له خوا ولس ته د تر ټولو ډېر زیان اوښتل دوام لري.

د دې ادارې په رپوټ کې د ولسي مرګ ژولې لوی لامل ځانمرګي بریدونه، بیا هوايي عملیات او همدارنګه ناچاودي مهمات او ماینونه ښودل شوي دي.