غني: طالبان د سیمې شتمنه وسلواله ډله ده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکي لري

ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني وايي، د طالبانو لپاره یوازینۍ حل لار داسې سیاسي هوکړه ده چې د افغانستان ټول خلک پرې راضي وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، طالبان هغه پخواني طالبان نه دي چې له مدرسې فارغ او یوازې راشي، بلکې له سیمه ییزو "ترهګرو" ډلو سره اړیکه لري او دوی سیمه کې "یوه تر ټولو شتمنه وسلواله ډله ده."

نوموړي د چارشنبې په ورځ (د جولای ۲۸) کابل کې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډه کې وویل: "افغان جګړه کورنۍ نه ده، د شبکو جګړه ده او د ترهګرو شبکو جګړه ده او که دا د افغانانو جګړه بولو، نو د جګړې لوی انځور نه وینو."

طالبانو د ښاغلي غني وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې تل له بهرنیو ډلو سره د اړیکو درلودلو تور رد کړی.

ښاغلي غني د کوم هېواد له یادولو پرته دا هم وویل: "د طالبانو لس زره غړي افغانستان ته راغلل او ځان ته یې اجازه ورکړه چې زموږ بي ګنا ولس ووژني."

افغان چارواکي تل پاکستان ته ګوته نیسي چې مدرسو کې یې طالبان د افغان جګړې لپاره روزل کېږي، خو اسلام اباد تل دا تورونه ردوي.

ولسمشر غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو لپاره یوازینۍ حل لار داسې سیاسي هوکړه ده چې د افغانستان ټول خلک پرې راضي وي.

هغه وویل، بېړنۍ لویې جرګې د سولې لپاره د طالبانو له پنځو زرو ډېر بندیان خوشي کړل او ده د وارمخکې ټاکنو اعلان وکړ، خو طالبانو جګړه سخته کړه.

کابل

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د عکس تشریح، افغان مشران او نړیواله ټولنه چارشنبه د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ غونډه کې سره راټول شوي وو

چارشنبه د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ ناسته کې د افغان مصالې شورا مشر عبدالله عبدالله هم وویل، تاوتریخوالی ډېر شوی او د خلکو پر ژوند یې سخت اغېز کړی او د سولې پروسه هغسې پر مخ نه ځي چې موږ یې تمه لرله.

خو نوموړي د دوحې وروستۍ ناستې ته په اشارې وویل، چې هلته د سولې پروسې پر چټکولو هوکړه شوې ده.

نوموړي پر دوحه سربېره، مسکو او تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوو ترمنځ لیدنې هم د سولې لپاره مهمې وبللې.

تېره مۍ کې له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره طالبانو تر دوو سوو ډېرې ولسوالۍ ونیوې.

خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مېکنزي تېره اونۍ د کابل د سفر پر مهال وویل،، له دې سره سره، چې طالبانو د افغانستان نیمه خاوره لاندې کړې ده او نژدې ټول بهرني ځواکونه وتلي دي ، خو د هغوی بری حتمي نه دی.

دې غونډه کې د یوناما مشرې دیبورا لاینز هم افغانستان کې د تاوتریخوالي سملاسي پای ته رسېدو او د سولې خبرو پیلولو غوښتنه وکړه.