طالبانو د لنډمهالي حکومت د جوړېدو ګنګوسې رد کړې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

وسلوال طالبان وايي، قطر کې د دې ډلې پلاوي د افغان سولې په هکله د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو خبره نه ده کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په اعلامیه کې ویلي، چې د دې ډلې پلاوي د نومبر پر ۱۴-۱۵-۱۶ له زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې د افغان کشالې پر سوله ییز اواري خبرې کړې دي.

"دا خبرې ابتدایي وې، تراوسه په هیڅ کومه مسله توافق نه دی شوی، د اسلامي امارت له لوري د افغانستان موجوده وضعیت، په سپیڅلي اسلامي نظام ټینګار او د مسلې د واقعي حل په اړه ریښتیني حقایق بیان شول".

زلمي خلیلزاد هم د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو په ګډون له ټولو ښکېلو غاړو سره په خبرو بوخت دی، خو تر اوسه په دې لړ کې د کوم مهم پرمختګ اعلان نشي کولی.

په ورته مهال نوموړي هیله وښوده چې راتلونکی لمریز کال له افغان ولسمشرۍ ټاکنو مخکې طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

قطر کې له طالب استازو سره د نوموړي تر لیدنې وروسته داسې ګنګوسې دي چې وسلوالو طالبانو له زلمي خلیلزاد سره د لنډمهالي حکومت پر جوړولو هوکړه کړې.

خو ذبیح الله مجاهد دا ډول هوکړه ردوي.

"د موقت حکومت یا د راتلونکي ولسمشر او انتخاباتو په اړه چې په رسنیو کې له حقیقت نه لرې کوم تبلیغات کیږي، یا د پټو کړیو او اشخاصو له خوا افواهات خپریږي، یا ځیني شنونکي له ځانه اټکلونه کوي هغه هیڅ حقیقت نه لري".

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر دفتر د خلیلزاد له خوالې وايي، چې د لنډمهالي حکومت په هکله یې له چا سره خبرې نه دي کړې.

دې دفتر رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي:

"ښاغلي خلیلزاد همدارنګه زياته کړه، چې له هیڅ لوري سره یې له ټاکنو وړاندې د لنډمهالې ادارې پر رامنځته کېدو بحث نه دی کړی، ده په خپل وخت د ولسواکو ټاکنو له تر سره کېدو ملاتړ و کړ".

دا ګنګوسې کله پیل شوې؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد هیله من دی چې راتلونکی لمریز کال له افغان ولسمشرۍ ټاکنو مخکې طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

سیمې ته د خلیلزاد د سفر په لومړيو کې والسټریټ جورنال رپوټ ور کړ چې د امریکا حکومت ښایي په افغانستان کې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومت وغواړي چې د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

د ورځپاڼې په وينا ځينې امريکايي چارواکي ډارېږي چې له افغان ټاکنو سره په پرله پسې ډول مله ټگي برگي او اوږده سياسي ترينگلتيا د سولي هغه بهير شنډولی شي چې ښاغلى خليلزاد يې په پيلولو توانېدلى.

هغه مهال د ولسمشر لوی سلاکار فضل محمود فضلي د والسټریټ جورنال دا رپوټ رد کړ او له بي بي سي سره یې خبرو کې وویل، چې د افغان ولسمشر او زلمي خلیلزاد په لیدنه کې د ټاکنو پر ځنډولو خبره نه ده شوې.

د افغان ولسمشر وياند هارون چخانسوري هم بي بي سي ته وویل، چې ولسواک بهير کې دوام اړين دى:

"افغان حکومت د اساسي قانون د غوښتنې له مخې او د ټاکنو کمېسون له خوا اعلان شوې نېټې له مخې ولسمشرۍ ټاکنو ته ژمن دی".

ځینې سیاسي ګوندونو د ټاکنو ځنډولو یا لنډمهالي حکومت جوړولو ملاتړ خو نورو مخالفت کړی دی.

طالبان نه ماتېږي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، پر طالبانو سیاسي، پوځي او اقتصادي فشار زیاتولو سره غواړي دا ډله سولې ته اړ کړي.

د امریکا له خوا د افغان سولې په هکله د هڅو زیاتېدلو سره ارګ غواړي چې د سولې لپاره یو مشورتي بورډ جوړ کړي.

د سولې دې هڅو سره سره د وسلوالو طالبانو بریدونه هم زیات شوي دي.

که څه هم ځینې شنونکي د طالبانو دا بریدونه د خبرو په مېز د ډېر امتیاز ګټلو لپاره بولي، خو د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف ډنفورډ وايي، افغان جګړه پوځي حل لار نه لري او طالبان هم جګړه کې نه ماتېږي.

ښاغلي ډنفورډ وړمه ورځ کاناډا کې هالیفاکس نړیواله امنیتی غونډه کې وویل، چې د افغان کشالې د پای ته رسولو لپاره پوځي لار کار نه ور کوي او اوسمهال وسلوال طالبان ماتې نه منونکي دي.

"دا به انصاف وي که ووایو چې وسلوال طالبان اوس په جنګ سره نه ماتېږي".

هغه دا هم وویل، چې امریکا او ناتو پر طالبانو سیاسی، پوځي او اقتصادي فشار اچوي چې دا ډله سولې ته غاړه کېږي.