ملګري ملتونه: طالبان لا هم القاعدې سره اړیکې پالي او سیاسي جوړجاړي ته لېواله نه دي

د عکس سرچینه، Mujahid Twitter
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه رپوټ کې یو ځل بیا تور پورې کړی چې ګواکې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکي نه دي پرې کړي.
په دغه رپوټ کې راغلي چې د القاعده او د هند نیمې وچې لپاره د دې شبکې ډېر مشران افغانستان او ډیورنډ کرښې ته په څېرمه سیمو کې ځای پر ځای شوی دي.
د امنیت شورا دغه رپوټ وايي د القاعدې ډېر وسلوال او نور توندلاري بهرني عناصر چې له طالبانو سره جوړ دي، د افغانستان مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا تورونه رد کړي او وایي، "دغه رپوټ د دښمنو کړیو د ناسمو معلوماتو په اساس ترتیب شوی او د ملګرو ملتو د امنیت شورا له موقف څخه په کې سوء استفاده شوې ".
دې ډلې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې خو تور لګوي چې مقابل لوری دې بهیر ته خنډونه جوړوي. طالبانو همدا راز پر امریکا تور لګولی چې د دوحې تړون یې بشپړ نه دی پلی کړی.
طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي: "په داسې حال کې د امنیت شورا لخوا لاهم په اسلامي امارت تور پورې کول، بې انصافي ده، هغوی باید د قضیې د یوه اړخ په مزاج خبرې ونه کړي، خپل معلومات دقیق کړي، د اسلامي امارت له استازو سره خپل تشویش له نږې شریک کړي او د وضعیت د مکدر کیدو لپاره ناسم معلومات خپاره نه کړي " .
په نوي رپوټ کې څه راغلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images /
دا رپوټ، چې پرون چارشنبه خپور شوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د (تحلیلي مرستې او د بندیزونو د څار ډلې) چمتو کړی دی.
دا ډله د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان او له دغه هېواده نړۍ ته پېښې احتمالي امنیتي اندېښې څاري او پخوا یې هم په دې تړاو رپوټونه خپاره کړې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغه نوي رپوټ کې یو ځل بیا راغلي طالبانو او القاعده که څه هم د اړیکو د پټولو هڅه کړې خو د دغو اړیکو د پریکون لپاره یې هېڅ لېوالتیا نه ده ښودلې.
رپوټ وایي، د دواړو ډلو اړیکي پر مشترکه ایدیولوژۍ، شریکه مبارزه او خپلمنځي ودوو ولاړې دي. رپوټ وایي، طالبانو افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو د راجستر کولو او څارلو چاره پیل کړې، خو په ډاډ سره نشي ویل کېدای چې القاعده به له افغانستانه نړۍ ته ګواښ پېښ نه کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په رپوټ کې افغانستان کې د هدفي وژنو د لوې برخې مسئول هم طالبان بلل شوي او ویل شوي چې دا چاره د افغان حکومت او مدني ټولنې د ظرفیت د کمزوري کولو لپاره ترسره کېږي.
د امنیت شورا په دغه رپوټ کې همدا راز افغانستان کې د نشه يي توکو کر کیلي ته هم اشاره شوې او ویل شوي طالبان له دې لارې عایدات ترلاسه کوي.
دغه رپوټ وايي طالبان له نشه يي توکه په کلني ډول ۴۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي او همدومره نورې پېسې د کانونو له ناقانونه استخراج لاس ته راوړي.
"طالبان فکر کوي په زور خپلو موخو ته رسېدلی شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټ زیاتوي، طالبان پر دې باور دي چې که اړتیا پېښه شي په زور واک نیولی شي او ګواکې د خپل پوخي دریځ د ځواکمنیتا لپاره یې د دوحې د هوکړې خلاف تاوتریخوالي د کمولو پر ځای لا ډېر کړی دی.
رپوټ وايي طالبانو له افغان حکومت او نورو خواو سره روغې جوړې او د سولې مذاکراتو کې هم تر دې دمه کومه نرمي نه ده ښودلې.
یاده دې وي چې افغان حکومت هم په تېر یو کال کې پر طالبانو ورته تورونه لګولي او وایي، دا ډله د سولې خبرو کې جدي نه ده.
د افغانستان امنیتي ادارو همدا راز په دې وروستیو کې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د القاعدې شبکې د غړو د وژلو خبره کړې او تور لګوي چې دا وسلوال د طالبانو په ملاتړ افغانستان کې فعالیت کوي.
ملي دفاع وزارت وایي، چارشنبه (د جون دویمه) یې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د "طالبانو او القاعدهشبکې" پر ګډو پټنځایونو هوایي بریدونه کړي.
د وزارت په وینا د "هند نیمې وچې لپاره" دالقاعدې د مشر "عباس" په ګډون، د "القاعدې ۶ پاکستاني غړي" او ۸ تنه طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.
طالبانو د دفاع وزارت دې وروستیو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو څه موده وړاندې یې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د شتون خبره په کلکه رد کړه.
یاده ډله همدا راز پر افغان حکومتي مشرانو تور لګوي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې خبرو ته خنډونه جوړوي.








