غني: د امنیتي وضعیت بدلون ته مو طرحه جوړه کړې، طالبان د سولې نیت نه لري

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۹مه) د ارګ چارچنار ماڼۍ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته خپله وینا کې وویل چې د امنیتي وضعیت د بدلون لپاره یې یوه تازه طرحه جوړه کړې ده.
هغه وویل تېره اوونۍ پر دې طرحه کار شوی او د لومړیتوبونو په ټاکلو سره اصلي هدف ته رسېدای شو.
ښاغلی غني وویل روانه جګړه یوازې د نظام د حفظ او خوندیتوب جګړه نه ده، بلکې د امنیت او د ټولو د ګټو د خوندیتوب جګړه ده.
هغه زیاته کړه حکومت او امنیتي ځواکونه دې جګړه کې ملي او هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
د ولسمشر غني په وینا دا ملاتړ هم د تل لپاره نه، بلکې له ۳ تر ۶ میاشتو پورې اړین دی، چې طالبان پوه شي او دریځ بدل کړي.
ولسمشر غني وويل څوک چې ملاتړ ته چمتو دي، دوی به د امنیتي ځواکونو چوکاټ کې ترې ګټه واخلي، خو زیاته یې کړه چې "ملیشه سازۍ او خپلسرۍ ته اجازه نشته".
سوله او د طالبانو اراده

د عکس سرچینه، Arg
ولسمشر غني د اختر تر لمانځه وروسته دا هم وویل چې طالبان د سولې اراده نه لري.
د نوموړي په وینا دا خبرې ورته د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کړي چې تازه دوحه کې طالبانو سره په لوړه کچه له دوه ورځنیو خبرو راګرځېدلی دی.
ولسمشر غني وویل دا چې طالبانو کې د سولې اراده نشته نو "موږ باید خپل تصمیم ونیسو."
طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې ویلي چې د سولې نیت او اراده لري او دوحه کې یې دفتر د همدې لپاره پرانیستی.
ولسمشر غني خپله اختریزه وینا کې یو ځل بیا د طالبانو د ۵ زره بندیانو خوشې کول تېروتنه وبلله او زیاته یې کړه چې "طالبان پر تعهد نه دي ولاړ" - تر نن ورځې معناداره خبرو ته حاضر نه شول، د ده په وینا "په توره قضاوت" او "د وچ زور" خبره کوي.
هغه ۵ زره خوشې شویو طالب بندیانو ته د یوې فرقې خطاب او ادعا وکړه چې ګوندې همدوی اوس روانه جګړه مدیریت کوي.
ولسمشر غني د طالب بندیانو خوشې کېدو کې لومړی بهرنیان او بیا هغه افغانان پړه وبلل چې د ده په وینا فکر یې کاوه، دوی [حکومت] د سولې نیت نه لري.
امنیتي ادارو کې سیاسي مداخلې

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر خپلو خبرو کې د افغانستان امنیتي وضعیت او د جنګ جګړو لوړې کچې ته په اشارې سره دا په زغرده رد کړه چې ګوندې کومه معامله شوې ده.
خو نوموړي وویل "د سیاسي مداخلو په اساس ضعف راغلی" او همدا لاسوهنې د جګړې له ډګره د سرتیرو د تېښتې لامل شوې دي.
د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د کندهار والي هم ادعا کړې وه چې دغه ولایت کې ډېرې سیمې د سیاسي مداخلو پایله کې له جګړې پرته طالبانو ته پرېښودل شوې دي.
ولسمشر غني د خبرو په دوام ټینګار وکړ چې په امنیتي ادارو کې به د سیاسي لاسوهنې مخه نیول کېږي.
هغه پر ځواکونو غږ وکړ چې پر سیاسیونو د اتکا پر ځای پر نظام باورمن اوسي.
د افغانستان ولسمشر د روانې جګړې د سیمه ییزو ابعادو په اړه وویل چې ځینې [هېوادونه] د اوبو له مهارولو خوښ نه دي، نور نه غواړي چې افغانستان د اسیا په څلور لاره واړوي، پیاوړی نظام او ځواکونه ولري.
هغه مشخصآ د پاکستان نوم واخیست چې مخامخ وايي طالبان یې په ګته نه دي، خو مطبوعات یې د دې ډلې په ملاتړ خپرونې کوي.
ولسمشر غني وویل "عمران خان راته وايي طالبان به هم د مجاهدو په څېر خپلو کې ښکیل شي".
د اختر د لمانځه پر مهال راکټي بریدونه
په داسې حال کې چې ولسمشر غني له جګپوړو دولتي چارواکو او یو شمېر نورو سیاسي څېرو سره د لوی اختر پر لمونځ بوخت و، د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا د څو توغندیو د لګېدو غږونه واورېدل شول.
د دغو راکټي بریدونو مسئولیت لا چا نه دی منلی او د اړولو زیانونو کره جزئیات یې هم نشته.
کورنیو چار وزارت ویلي درې توغندي له یوه کرولا ډوله موټر څخه توغول شوي چې په باغ علي مردان، حضوري چمن او دویمه ناحیه کې بشري منابعو ته نږدې لګېدلې دي.
دغه لوی اختر ته رسمآ درې ورځني اوربند هم نه دی اعلان شوی.












