افغانستان کې ناامنۍ؛ د نژدې شلو رسنیو فعالیت درول شوی

د عکس سرچینه، AFP
نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ وايي، د هېواد په شمال کې د وروستیو ناامنیو او جګړو له امله د نژدې شلو رسنۍ فعالیت درول شوی او ځينې نورې هغه بیا د طالبانو تر فشار لاندې خپرونې کوي.
طالبانو تر اوسه د رسنیو د خپرونو د ځنډېدو او له هغو د ځان پر ګټه د کارونې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي هغوی د رسنیو او خبریالانو له وضعیته خبر دي او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.
په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو د لمن په پراخېدو سره د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې هم ګواښونه مخ په زیاتېدو دي. په ځانګړي ډول د افغانستان د شمال په هغو ولسوالیو کې چې پرله پسې د طالبانو لاس ته لوېږي د ځینو رسنیو فعالیتونه یې هم له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وايي ځينې هغه رسنۍ چې د طالبانو په ولکه کې دي د دوی تر فشار لاندې خپرونې کوي.
د نی اجراییوي مشر عبدالمجیب خلوتګر وايي، نژدې شل رسنۍ د ناامنیو له کبله تړل شوې دي.
د دغو رسنیو په تړاو چې کوم ډول خپرونې یې کولې څه ونه ویل، خو د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د سولې سیما په نوم راډیو ټلویزیون و چې فعالیت یې کاوه. د دغې رسنۍ مدیر مسؤل اسماعیل سادات بي بي سي ته وویل:
"لومړۍ ستونزه د نا امنیو او بیا ورپسې په داسې شرایطو کې موږ حقایق نه شو بیانولی، که موږ غوښتي وای چې د مرګژوبلې او یا هم د جګړې د پرمختګ او شاتګ په تړاو یو څه راپور کړو، نو حکومت به یو ډول فشار رواړه چې د دوی په ګټه خپرونې وکړو، له بلې خوا طالبانو هم فشار رواړه چې د هغوی په ګټه دې نشرات وشي، نو لنډه دا چې همدې چارې مو فعالیت ټکنی کړ".
ښاغلی سادات وویل چې اقتصادي ستونزو د دغه راډیو ټلویزیون په تړلو کې رول لاره.
په کابل کې د امریکا د سفارت شاژردافیر راس ویلسن په یوه ټویټ کې ویلي په دې تړاو راپورونه چې طالبان کومې ولسوالیو باندې بریدونه کوي هلته د رسنیو غږ ډب کوي او یا هڅه کوې چې د خپرونو له لارې خپل تاوتریخوالي پټ کړي چې اندېښمنونکې خبره ده.
ښاغلې ویلسن ويلي داسې برېښي چې طالبان د رسنیو د غږ ډب کولو په هڅه کې دي، چې له دې لارې د عامه زیربنايي پروژو ویجاړی، د عامو وکړو او پوځیانو وژنه پټه کړي.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونو پر رسنیو فشار او ګواښ غیرې قانوني کړنه یاده کړې او ویلي یې دي چې دا کار د رسنیو د ټولنو او نړیوالو بنسټونو لپاره د منلو نه ده.
طالبانو له سیمه ییزو رسنیو د ځان په ګټه د کارونې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونې معین عبدالمنان شیوای شرق وايي په هېواد کې د رسنیو له وضعیته خبر دي او هڅه کېږي چې د نړیوالو بنسټونو په مرسته د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب خوندي کړي.
په تېرو دوو لسیزو کې د رسنیو او د وینا ازادي یو له هغو لاسته راوړنو ګڼل کېږي چې افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو یې تل د ساتنې په موخه له طالبانو سره د خبرو پرمهال ټینګار کړی دی، خو اوس د تاوتریخوالي په زیاتېدو داسې برېښي چې دغه لاسته راوړنه هم له جدي ګواښ سره مخ ده.











