یوناما د افغان رسنیو د خپلواکۍ دوام غواړي

د عکس سرچینه، @DeborahLyonsUN
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د رسنیو د ازادۍ د نړيوالې ورځې (مې درېیمه) په پار، ویلي چې د رسنیو ازادي باید د سولې د هر بهیر د یوې برخې په څېر خوندي شي.
یوناما له ښکېلو خواوو غوښتي چې د سولې په هر ډول خبرو کې د بیان د ازادۍ د حق په ګډون چې د بشري حقونو د نړيوالې اعلامیې په ۱۹مه ماده کې راغلي ټولو اساسي بشري حقونوته پام وکړي. دې ادارې ویلي هېچا ته باید دا اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې شوي پرمختګونه وګواښي او ددې ادارې په ټکو د بیان ازادي په برخه کې دا هېواد په ډېره کمه موده کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
یوناما زیاتوي دا چې نړۍ د کورونا وېروس له وبا سره لاس او ګریوان ده د رسنیو له اهمیت څخه چې دقیق او د واقعیت پر اساس معلومات چمتو کوي سترګې نشي پټېدلی.
یوناما د سږ کال د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې شعار"بې پرې او له وېرې پرته ژورنالېزم" ایښی چې د خپلواک ژورنالېزم د ساتنې یوه غوښتنه ده. دا اداره له دولتونو، مدني ټولنو، اکاډمیکو بنسټونو او ځوانانو غواړي چې د مسلکي ژورنالیزم ته لاپسې وده ورکړي او رسنیو ته داسې بنسټ کېږدي چې خلکو ته د باور وړ حقایق او بېلابېلې فرهنګي ټولنیزې ویناوې چمتو کوي.
ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانستان د آزادو مطبوعاتو دفاع وکړي او هڅه کوي ترڅو ټول ژورنالیستان - د افغانستان رسنۍ او بهرني خبریالان په یو شان وکولای شي له ځورونې، ډار او بریدونو پرته فعالیت وکړي.
سږکال د رسینو نړیواله ورځې په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې رسنۍ او کارکوونکي یې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، په کابو یوه کال کې شاوخوا څلوېښتو رسنیو کارونه درېدلي او د کورونا وېروس له خپریدو سره لسګونه نورې هم له مالي اړخه له ستونزو سره مخ دي او لسګونه خبریالان هم بې کاره شوي دي.
په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادي، چې حکومت خپله لویه لاسته راوړنه ګڼلي، اوس یې پر وړاندې د نړیوالو بنسټونو د مرستو کمښت او د تاوتریخوالی تر څنګ مالي ستونزې فعالیتونو ګواښي.
په وروستیو میاشتو کې کورونا نه یوازې د ژوند پر بېلا بېلو برخو اغېز کړي بلکې د دغه وېروس له اغیزه رسنۍ او خبریالانو هم په امان نه دي پاتې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ښځینه خبریالانو د څانګې مشره وحیده فیضي وايي، د خبریالانو پر وړاندې روان مالي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
لا تر اوسه روښانه نه ده چې په افغانستان کې به له مالي اړخه څومره شمېر رسنۍ تړل شوي وي او کوم شمېر خبریالان په کورونو ناست دي.
خو د افغانستان د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اټکل له مخې د کورونا وېروس له خپرېدو سره هم مهاله کابو شل سلنه ښځینه خبریالانې بې کاره شوي دي، خو د کورونا وېروس خپرېدو له امله د هغو نارینه خبریالانو شمېر لا مالوم نه دی چې بې کار شوي دي.
د دغه کمیټې مشرې فریده نیکزاد په خبره، هره هغه رسنۍ چې غواړي کسان کم کړې نو په لومړي کتار کې یې تر ډېره مېرمنې وي.
د اغلې نېکزاد په خبره د دوی د معلوماتو پر اساس په ټول هېواد کې ۱۷۴۹ مېرمنو په رسنیو کې کار کاوه چې له ډلې یې ۱۱۴۰ یې مسلکي خبریالانې وې.
نی یا له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر مجیب خلوتګر وايي، د رسنیو د مالي کمزوري له امله د خبریالانو بې کاره کېدل د دوی بنسټ هم اندیښمن کړی دی.
تردې دمه افغان حکومت، نړیوالو مرستندویه سازمانو د رسنیو مالي ملاتړ ټټر نه دی وهلی، په بې کاره شويو خبریالانو کې داسې کسان هم شته چې د خپلې دندې له لارې به یې د کورنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو اوس نه بل کار کولي شي او نه هم چا ته د لاس غځېدو جرأت لري.
له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ټولو بنسټونو له حکومته غوښتي چې د کورونا وېروس سره د مبارزې له ځانګړې شوې بودیجې نه دې رسنیو ته هم برخه ورکړل شي.
خو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر فیروز بشري بي بي سي ته وویل، تر دې دمه د افغانستان د رسنییزو بنسټونو له لوري حکومت نه د مالي ملاتړ کومه غوښتنه نه ده شوې.
خو د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ صندوق مسؤل محمد اصف وردګ وايي، بنسټ یې له هغو خبریالانو او رسنیو سره مرسته کوي چې دوی سره بېمه دي، نومونه ورسره ثبت دي او د ګډون میاشتنۍ پیسې ورکوي.

د عکس سرچینه، @F_Bashari
یو شمېر هغه خبریالانو، چې په دې صندق کې غړیتوب لري، د دغه صندوق په کړنو شکمن دي. هغه خبریالان چې د یاد صندوق غړیتوب نه لري او خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او اوس نه شي کولي بل ته د مرستې لاس وغځوي په کوم حالت کې دي؟
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، له ۱۷۰۰ څخه زیاتو رسنیو چې پکې ۱۲۱ ټلویزیونونه، ۲۶۴ راډیو ګانې،۱۳۳۱ چاپې او ۲۳ نورې خبرې سرچینې شاملي دي، له دوی یې د کار جوازونه اخیستی دی.
خو د دغه وزارت په وینا څو کاله وړاندې په افغانستان کې د رسنییزو بنسټونه د کاري جوازونو شمېر څلور زرو رسېدلی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اټکل له مخې اوس کابو شل زره کسان په رسنیو کې په کار بوخت دي او همدا راز په شاوخوا شلو کلونو کې په بېلا بېلو امنیتي پېښو او بریدونو کې ۱۱۷ خبریالان وژل شوي او لسګونه نور ژوبلېدلي دي.









