د بښنې نړیوالې ادارې د افغان رسنیو د "ټولیز اعتراض" ملاتړ وکړ

بښنه

د عکس سرچینه، AMNESTY

د بښنې نړیواله اداره یوه بیانیه کې د افغان رسنیو د "ټولیز اعتراض" ملاتړ کوي او وايي، د دغه هېواد دولت دې مالوماتو یا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون ته درناوی وکړي، خوندي او پلی یې کړي.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان دېرشو رسنیزو بنسټونو اعتراض وکړ، چې په دغه هېواد کې مالوماتو ته د لاسرسي وضعیت لا بد شوی.

دوی د یوې ويناپاڼې خپرولو سره افغان دولت تورن کړ چې مالوماتو ته د لاسرسي قانون یې نقض کړی دی.

د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا برخې مرستیال عمر وراج وايي، افغانستان کې خبریالان د نړۍ له زړورو رسنوالو دي چې خورا بدو شرایطو کې فعالیت کوي او د خپل کار له امله له ګواښ، وېرولو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

ښاغلی وراج زیاتوي: "دولت باید داسې شرایط برابر کړي چې دوی ازاد او له وېرې پرته کار وکړي... دولت مسوولیت لري چې نه یوازې د خبریالانو ساتنه وکړي، بلکې د افغانستان د قانون او د خپلو نړیوالو ژمنو له مخې د بیان ازادۍ حق ته په پام دوی ته د مالوماتو لاسرسی برابر کړي".

د بښنې نړیواله اداره خپله بیانیه کې وایي: "د چارواکو د ځوابوینې او روڼتیا لپاره دولت مکلف دی چې خلکو ته د اړینو مالوماتو د لاسرسي حق برابر کړي".

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د چارشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا اداره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون پلي کېدو لپاره خپله ژمنه څرګندوي او حکومتي ادارې په ځواب ویلو مکلفې بولي.

د ارګ اعلامیه کې زیاته شوې، د دې ادارې د رسنیز دفتر کارمنان مسوول دي چې له رسنیو سره د ویاند او مرستیال ویاندانو د مرکو څرنګوالی همغږی او تنظیم کړي.

د رسنیو بیان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او سترې محکمې په ګډون ۱۱ دولتي ادارې داسې بنسټونه بلل شوي چې تر نورو ټولو ادارو رسنیو ته د مالوماتو برابرولو کې د لاسرسي وړ نه دي.

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ هم مالوماتو ته د رسنیو د لاسرسي حق ملاتړ کړی.

د دې بنسټ مشر سید اکرام افضلي د چارشنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل، د افغانستان درې ګونې قوې مالوماتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو کې پاتې راغلې او ان ځینې یې ځان له قانون لوړ بولي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما، اروپايي ټولنې، کابل کې د امریکا سفارت، د انساني حقونو کمېسون، نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي دفتر هم د رسنیو اعتراض ته غبرګون ښودلی او ملاتړ یې ترې کړی دی.

نږدې پنځه کاله کېږي چې افغانستان کې مالوماتو ته د لاسرسي قانون نافذ شوی، خو بیا هم ډېرې رسنۍ او خبریالان وايي، دې برخه کې لا هم ستونزې شته.

د دوی په خبره، دولتي چارواکي مالومات پټوي او لا یې هم ډېر ورو او په سختۍ له رسنیو سره شریکوي.