بایډن: د افغانستان مشرتابه د حکومت ساتلو وړتیا لري، د ځواکونو د هوايي ملاتړ امکانات چمتو شوي

د عکس سرچینه، Getty images
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي د افغانستان مشرتابه د حکومت ساتلو وړتیا لري او د شته ننګونو پر وړاندې مبارزه کولی شي. جو یایډن د افغانستان په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، له بهره د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ امکانات چمتو شوي، خو دده په وینا افغان هوايي ځواک هم دا چاره ترسره کولی شي.
خو ښاغلی بایډن د خبریالانو له پرله پسې پوښتنو ناخوښي وښوده او له خبریالانو یې وغوښتل نورې پوښتنې وکړي.
په دې خبري غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه له بېلابېلو پوښتنو سره مخ شو.
ښاغلي بایډن وویل له افغانستانه د ځواکونو و وتلو چاره په راتلونکو څو ورځو کې نه بشپړېږي، خو ټول پروګرام له پلان سره سم روان دی.
ټاکل شوې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې امریکايي او د ناټو غړو هېوادونو سرتېري له افغانستانه ووځي.
خو د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې افغان ځواکونو ته د بګرام هوايي اډې له سپارلو وروسته د ځواکونو وتل نژدې بشپړ شوي دي.
د امریکا ولسمشر د افغان حکومت د راتلونکې په اړه هم وپوښتل شو، چې ایا د شته ننګونو پر وړاندې به مقابله وکړای شي، ښاغلي بایډن وویل افغان حکومت د دې وړتیاوې لري چې دوام وکړي. خو هغه پر داخلي ملاتړ ټېنګار وکړ:
"موږ شل کاله هلته وو، ما په سپینه ماڼۍ کې له افغان مشرانو سره خبرې وکړې، فکر کوم هغوی دا وړتیا لري چې حکومت وساتي. زه فکر کوم راتلونکې کې به نور مذاکرات هم وشي، خو زما اندېښنه داده چې دوی داخلي مسایل لري او د حکومت د بقا لپاره دوی په ملي سطحه ملاتړ ته اړتیا لري".
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبانو بریدونه پراخ کړي او سیمې یې نیولي دي.
د امریکا ولسمشر د ځواکونو له وتلو له افغانستان ځواکونو د هوايي ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له بهره د هوايي ملاتړ په اړه چمتووالی نیول شوی :
"موږ په بهر کې د هوا له لارې د ملاتړ امکانات چمتو کړي چې مرسته به وکړي، خو افغانان کولی شي چې دا چاره د خپل هوايي ځواک په ملاتړ وکړي چې په حفظ او مراقبت کې یې موږ مرسته کوو.
د افغانستان په اړه له څو پرله پسې پوښتنو وروسته ښاغلي بایډن له خبریالانو وغوښتل چې نور دې د افغانستان په اړه پوښتنه نه کوي.
هغه ظاهراً له دې پوښتنو یو ډول ناراحتي وښودله او غوښتنه یې وکړه چې د خوښۍ د خبرونو په اړه ترې وپوښتل شي لکه دا چې د امریکا اقتصاد ښه وده کړې او د کورونا وېروس نوي سلنه کم شوی دی.











