د افغانستان اوبه؛ بهرنۍ پالیسي یې مدیریت او مهارولو کې څنګه مرسته کولی شي؟

- Author, صفت الله الفت
- دنده, استرالیا میشت د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه
نږدې دوه میاشتې وړاندې د امریکا د ولسمشر لومړۍ مرستیالې کماله هریس په خپله یوه وینا کې وویل "د کلونو او نسلونو راهیسې جنګونه د تیلو پر سر شوي خو په لنډه موده کې به د اوبو پر سر وشي".
همدا راز ولسمشر محمد اشرف غني څو ځلې په خپلو ویناوو کې څرګنده کړې چې د اوبو مهارول يي په ملي لومړیتوبونو کې شامل دي.
پاکستان او ایران وار له مخه افغانستان کې پر هغو اوبو بندونه جوړول چې دغو هېوادونو ته بهیږي د خپل اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګواښ بللی خو د افغانستان دولت يي څرګندونې د افغانستان په حاکمیت او کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې.
څو میاشتې وړاندې ولسمشر غني د کمال خان بند په پرانیست غونډه کې بیا ټینګار وکړ چې "نور چاته وړیا اوبه نشي ورکولی، یا به د اوبو بدل کې تېل ورکوي او یا بل څه."
دا څرګندونې جوتوي چې د اوبو عادلانه وېش په نړۍ کې د پالیسۍ جوړوونکو لپاره یوه ستره ننګونه ده.
د ولسمشر غني دا خبرې د بهرنۍ پالیسۍ او په ځانګړې توګه د اوبو د سیاست/دیپلوماسۍ ټاکلو په اړوند یو مهم ګام وو.
پکار هم دا ده چې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ جوړوونکي د ګډو اوبو په تړاو علاقه وښيي چې همدا د ګډو اوبو په اداره کولو کې ستر رول لري.
مهار شوې اوبه بهرنۍ پالیسۍ پورې تړلي ډیر اهداف ترلاسولی شي.
که څه هم د اوبو مهارول او مدیریت د افغانستان مشروع حق دی، خو د افغانستان لپاره ګڼې ننګونې پېښولی شي او په همدې تړاو داسې اندېښنې شته چې ګاونډیو هېوادونو افغانستان کې د بندونو د جوړولو د مخنیوي او ورانولو لپاره د ترهګرو لاسنیوی کړی.
اوبه؛ همکاري او سیاسي توکی

د عکس سرچینه، Getty Images
هېوادونه اوبه د همکارۍ او هم د یو سیاسي توکي په توګه کاروي.
افغانستان په خپل ځان د بسیاینې، د اقلیمي بدلون د اغیزو، نفوس د زیاتوالي او صنعت ته د اړتیا لپاره باید له خپلو ملي سرچینو ګټه پورته کړي.
افغانستان د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره یوازینۍ لاره د خپلو اوبو سم مهارول او اداره کول دي.
ایران له افغانستان سره پر کمال خان بند- چې د هلمند سیند حوزې اړوند دی- ستونزه لري او دا اندېښنه يي له افغان حکومت سره شریکه کړې ده.
پاکستان له افغانستان سره د کابل سیند حوزې اړوند ستونزه لري.
افغانستان د هندوستان په مرسته پر کابل سیند د شاتوت بند جوړوي چې د پاکستان د ټینګو نیوکو سره مخ شوی، دا يې د افغانستان دښمنه پالیسي بللې او تر شا يي هندوستان هم تورن کړی دی.
له کابل سیند اغېزمن پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د اوبو او برېښنا د پراختیا ادارې او په اسلام اباد کې د پالیسۍ د مطالعاتو مرکز د معلوماتو پربنسټ که افغانستان پر کابل سیند بندونه جوړ کړي د پاکستان پر اوبو به شل فیصده اغېز وکړي.
همدا اوس د پیښور او سند ایالتونو باندې د بریښنا پرچاوي د دوه ساعتونو تر څوارلس ساعتونو اضافه شوې.
ورسک ډېم چی د کابل سیند حوزې پر اوبو جوړ شوی نږدې دوه نیم سوه میګاواټه بریښنا پیښور ته تولیدوي.
د څېړنو له مخې افغانستان کې پر کابل سیند د بندونو جوړول به د ورسک ډېم اوبه تر لس فیصده راکمې کړي او په ځانګړې توګه د چارسدې، پیښور او نوښار په بریښنا، کرنه او مالدارۍ به خورا ناوړه اغېز وکړي.
په عمومي توګه نږدې ۵۱ میلیون پاکستانیان برېښنا ته لاسرسی نه لري.
له بل پلوه د برق پرچاوي ۹۱ میلیون پاکستانیان اغېزمن کړي چی له اقتصادي اړخه فشار سره مخ دي.
اوسمهال خیبرپښتونخوا کې پر سوات سیند د مومند ډیم باندې کار په چټکۍ روان دی چی اټکل کېږي د ۲۰۲۵ کال تر پای جوړ شي.
افغانستان له پاکستان او ایران سره د ګډو اوبو د ډیپلوماسۍ اړوند اغېزناک تړونونه نه لري او یوازې له ایران سره هماغه په ۱۹۷۳م کال کې لاسلیک شوی تړون شته .
همدا راز پاکستاني پالیسي جوړوونکو څو ځلې تخنیکي کمیټې ټاکلې چې د کابل سیند حوزې اړوند تړون ولیکي خو دوی وايي، د افغانستان له اړخه ورسره د تخنیکي معلوماتو په اړه همکاري نه ده شوې.
اوبه د ګډې همکارۍ وسیله

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان، پاکستان او ایران اوسمهال ډیرې اقتصادي ستونزې لري، که حالات سم درک نه کړي دا ننګونې نورې هم زیاتېږي.
د اړتیا له مخې باید دوی له ریالیزم سیاست تیر شي او د لیبرالیزم سیاست مخ پر وړاندې بوځي ځکه له اقتصادي پلوه به ټولو ته ګټور وي.
دوی ته پکار دي اوبه قېمتي سرچینه د اقتصادي او ټولنیزې همکارۍ لپاره وکاروي، نه دا چې یو د بل تاوان د خپل هېواد لپاره لاسته راوړنه وګني.
افغانستان، پاکستان او ایران یو بل سره ګڼې اقتصادي ګټې لري که د ګډو اوبو پر سر یې سره همکاري رامنځ ته شي، بې باوري او سیاسي تاوتریخوالی ختم شي نو درې واړه هېوادونه ګټونکي شمېرل کېږي.
نړیوال بانک د هیوادونو ترمنځ د ګډو اوبو په اړه پراخه تجربه لري.
افغانستان او اړوند هېوادونه باید د نوموړې ادارې او نړیوالې ټولنې له مرستو او وړتیا ګټه پورته او همکاري رامنځ ته کړي.
افغانستان او ګاونډي هېوادونه مسئولیت لري چې د ملګرو ملتونو ۱۷ نړیوال پرمختیايي اهداف او په ځانګړې توګه شپږم هدف چې پاکې اوبه او د چاپیریال ساتل دي، په بهرنۍ پالیسۍ کې شامل او عملي کړي ترڅو د هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته او د شخړو مخنیوی وشي.
په دودیزه توګه حکومت بهرنۍ پالیسي جوړوي، افغانستان کې باید مدني ټولنې، سیاستوال، رسنۍ ،علمي شخصیتونه، پوهنتونونه او عام خلک په حکومت فشار راولي او د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو او ټاکلو کې برخه واخلي.
بهرنۍ پالیسي دا وړتیا لري چې د دیپلوماسۍ له لارې د ګډو ګټو په بنیاد او همکارۍ زمینه برابره او هدف ترلاسه کړي.
افغانستان د قوي بهرنۍ پالیسۍ او دیپلوماسۍ له لارې له ګاونډیو سره د اوبو په سر شخړې کمې او همکاري زیاتولی شي.
د اوبو دیپلوماسي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوبو دیپلوماسي قوي کولو ته اړتیا لري ځکه د اوبو ناکامه پالیسي ستونزې زیږوي او وړ ديپلوماتان دا کار کولی شي.
د اوبو دیپلوماسي پر سیاسي، تخنیکي، ټولنیز او اقتصادي اړخونو څرخي چې دولتي او نادولتي لوبغاړو ته اړتیا لري.
بهرنۍ پالیسي د سیاسي او مسلکي ګډو لارو چارو دا تشه ډکولی شي.
افغانستان باید د اوبو د دیپلوماسۍ په برخه کې داسې دیپلوماتان وروزي او وټاکي چې د خبرو اترو پر هنر، د شخړو د هوارولو، د ګاونډیو سره په ګډ کار کولو او د سلا مشورې وړتیا او ځیرکتیا ولري.
پیاوړي او وړ دیپلوماتان د اوبو پر سر شخړې په همکارۍ بدلولی او خپلې ملي ګټې چې بهرنۍ پالیسۍ تعریف کړې ترلاسولی شي.
بهرنۍ پالیسۍ جوړوونکي چې څومره د دیپلوماسۍ وسایل او امکانات ولري همدومره شته ننګونې په فرصتونو بدلولی شي.
افغانستان، پاکستان او ایران ګډ مسئولیت لري چې د اوبو د دیپلوماسۍ په برخه کې د کار کولو لپاره جلا ځانګړې ادارې جوړې کړي.
د افغانستان ځانګړی حیثیت

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان د ګاونډیو په پرتله د اوبو اصلي څښتن او ځانګړی حیثیت لري.
د اوبو د نړیوالو حقوقو او د چاپیریال ساتنې په بنسټ هېوادونه مسئولیت لري چې د اوبو په سر همکاري رامنځ ته کړي.
افغانستان باید د اوبو د شخړو د حل لپاره د ایران او پاکستان سره څرګند تړونونه ولیکي او همدارنګه د ایران سره پر څو لسیزې وړاندې تړون هم بیا له سره کتنه وکړي.
د افغانستان اوسنی حکومت د اوبو د مهارولو او مدیریت لپاره سیاسي هوډ لري چې دا یو مهم فرصت دی، نو پکار ده چې د اوبو د مدیریت لپاره په کور روڼ او اغېزناک قانوني چوکاټ رامنځ ته شي.
که ایران او پاکستان د اوبو په بدل کې افغانستان ته له امتیازاتو ورکولو انکار کوي نو افغانستان د نړیوالو اوبو د حقوقو په تړاو د ملګرو ملتونو له۱۹۹۷ کنوانسیون ګټه پورته کولی شي.










