ولسمشر غني په دوه ورځني رسمي سفر واشنګټن ته ورسېد

غني

د عکس سرچینه، Arg

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني چې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوې ورځني رسمي سفر د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شوی و، نن ماسپښین د دغه هېواد پلازمېنې واشنګټن ته ورسېد.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر غني به د دغه سفر پر مهال د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر جوبایډن، د کانګرس او سنا غړو او له یو شمېر نورو مقاماتو سره ''په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د نوي فصل او دوه اړخیزو مناسباتو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړي. ''

د ارګ له خوا خپره شوې اعلامیه کې د "اړیکو د نوي فصل پر دوام"، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان ځواکونو پر تمویل او تجهیز، له ترهګرۍ سره د مبارزې پر موضوع او له افغانستان سره په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې د امریکا د همکاریو پر سر بحث او خبرې د دغه سفر مهمې موخې ښودل شوې دي.

د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه کې پر دغو موضاعاتو سربېره پر افغان سوله په مانادارو خبرو اترو کې د ټولو خواوو پر ګډون ټینګار شوی و.

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د دوو ښځو په ګډون د مذاکراتي پلاوي غړي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون مشره د ولسمشر محمد اشرف غني ملتیا کوي.

ټاکلي ده تر سپټمبر ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټاکلي ده تر سپټمبر ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

د سږ کال تر سپټمبر میاشت له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پر موضوع د امریکا پارلمان-غړو څو ځلې د دغه هېواد د دفاع وزارت، پوځي او د سپینې ماڼۍ چارواکي د معلوماتو او خپل نظر شریکولو لپاره ور وغوښتل چې د موافقو ترڅنګ، ځینو غړو د ولسمشر بایډن د پرېکړې له څرنګوالي سره مخالفت څرګند کړ.

اوس د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د افغان پلاوي لیدنه به یوازې د امریکامتحده ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره نه وي، بلکې له یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو، د کانګرېس او سنا غړو او نورو اغېزناکو شخصیتونو سره به هم ناستې لري.

د افغانستان د امنیتي وضعیت له ترینګلي کېدو او واشنګټن ته د لوړپوړو افغان چارواکو د سفر په درشل کې، امریکايۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو، شپږ میاشتې وروسته کېدای شي افغان دولت وپرځېږي.

ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونې پر بنسټ لیکلي، وروسته له دې چې تېره اوونۍ طالبانو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سیمې ونیولې، د امریکا استخباراتي ادارو خپلو مخکینو خوشبینانه وړاندوینو ته له سره کتنه وکړه.