د امریکا دفاع وزیر: له افغانستان د هغو قراردادیانو د وتلو بهیر روان دی چې له امریکايي پوځ سره یې دنده لرله

اسټېن

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د امریکا د دفاع وزیر لوییډ استین وايي، له افغانستان د هغو قراردادیانو د وتلو بهیر روان دی چې په دغه هېواد کې یې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کوله.

د افغانستان د بیارغونې څار ادارې یا سیګار د مارچ میاشتې د مالوماتو له مخې تر تېر اکتوبر میاشتې د شپږ زره امریکایانو او اووه زره د نورو هېوادونو د وګړو په ګډون له ۱۸ زرو ډېر قراردادیان افغانستان کې فعال وو.

د دې ادارې مشر جان سوپکو د تېر مارچ پر لسمه وویل، واشنګټن کې د نړیوالو او ستراتیژیکو څېړنو مرکز په اندیځ یا فکري مرکز کې انلاین غونډې ته وویل:

له افغانستان د زرګونو بهرنیو دفاعي قراردادیانو وتل د افغان پوځ لپاره د امریکايي سرتېرو تر وتلو ډېر په زیان تمامېدلی شي.

د نوموړي په خبره، افغان حکومت پر دې بهرنیو قراردادیانو او روزونکو ډېره تکیه کوي او زیاته یې کړه چې د دوی ۴۰ سلنه کار هم د تهجیزاتو ساتل، د تدارکاتو ځنځیري مدیریت او د پرمختللو تجهیزاتو برخه کې د افغان امنیتي پرسونل روزل دي.

د امريکايانو وتل

د امریکا دفاع وزیر پرون خبري غونډه کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشاره وویل، چې دا بهیر له پلان سره سم روان دی:

"ولسمشر پرېکړه وکړه چې زموږ په تر ټولو اوږدې جګړه کې د امریکا ښکېتیا پای ته ورسوي. موږ دقیقاً همداسې کوو. تراوسه چې تر یوې اوونۍ لږه موده کېږي، د شمېر کمول له پلان سره سم روان دي. هممهاله موږ له خپلو افغان امنیتي شریکانو سره د نویو دوه اړخیزو اړیکو پر لور ګام اوچتوو چېله نویو او متفاوتو لارو پر خپلو مشترکو موخو کار وکړو. "

د نوموړي په خبره، درانې بم غورځوونکې او جنګي الوتکې سیمې ته استول شوې چې د وتلو بهیر ساتنه وکړي.

طالبانو تېرو ورځو کې پر امریکايي پوځ برید نه دی کړی

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

له نوموړي سره خبري غونډه کې د امریکايي پوځ لوی درستیز مارک میلي وویل، طالبانو د مې له لومړۍ نیټې راهیسې- چې له افغانستان د ځواکونو وتلو بهیر پیل شوی- مخامخ پر امریکايي ځواکونو کوم برید نه دی کړی.

خو د ښاغلي مېلي په وینا، پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو تاوتریخجن بریدونه په دوامداره توګه شوي:

"له تېر یوه کال راهیسې، له ۸۰ تر ۱۲۰ بریدونه هره ورځ شوي او د مې له لومړۍ نېټې راپه دې خوا هم دا بریدونه دوام لري. "

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې ټاکلې وه چې تر روانې مې میاشتې مخکې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي، خو د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن دا نېټه د راتلونکي سپټمبر پورې وغځوله.

طالبانو غبرګون کې وویل، چې تر ټاکلې نېټې د ځواکونو نه اېستل د دوحې تړون سرغړونه ده او ښايي دوی تر مې وروسته افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي.

خو مارک مېلي وايي، پرسرتېرو یې د مې له لومړۍ نېټې بیا تراوسه طالبانو برید نه دی کړی.

ناټو: له افغانستان سره نوی څپرکی پرانیستل کېږي

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) سرمنشي ینس سټولټنبرګ

بل لورته د اروپايي اتحادیې دفاع وزیرانو ناستې ته په وینا کې د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ د افغانستان په تړاو وویل چې د ماموریت پای ته رسېدل له دغه هېواد سره د ناټو د ملګرتیا ختمولو په معنا نه ده.

" د ناټو سرتېرو اېستل او د غوځ ملاتړ ماموریت پای ته رسول، له افغانستان سره زموږ د ملګرتیا د پای ته رسېدو په معنا نه ده بلکې د یوه نوي څپرکي پرانستل دي او اوس موږ د خپل ملاتړ پر څرنګوالي کار کوو، ګورو چې څنګه یې مالي ملاتړ وکړو، له روزنې سره یې مرسته وکړو او همدارنګه څنګه کولی شو په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مرسته وکړو. "

نوموړي یو ځل بیا وویل چې ناټو د سولې بهیر ملاتړ کوي چې په افغانستان کې کړکېچ ته د خبرو اترو په مرسته سوله ییز حل لار پیدا شي او په تېرو لسیزو کې ګډې لاسته راوړنې وساتل شي.

په تېره یوه اوونۍ کې چې امریکايي ځواکونو په امن کې له افغانستانه وتل پیل کړي، د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه د لاسته راوړنو ادعاوې کوي.

خو کره شمېرې نشته چې څومره د جګړې اصلي قربانیانو یانې ملکي وګړو خپل ژوند او کورونه له لاسه ورکړي دي.