جنرال مکنزي: افغان پوځ د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته مرستې ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، PENTAGON
په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مکنزي وايي، د دغه هېواد د ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته هم افغان پوځ مرستې ته اړتیا لري او که ور سره ونه شي "ړنګېږي. "
د ایسوشېټېډ پرېس د رپوټ له مخې جنرال مکنزي د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته وینا کې وویل، کابل کې د امریکا سفارت د خوندیتوب لپاره هم د افغان حکومت پر وړتیا شک لري.
جنرال مکنزي زیاته کړه: "د امریکايي پوځ وتلو سره له ځان د دفاع لپاره د افغانانو وړتیا او همدارنګه د امریکا له ملاتړ او مالي مرستې پرته د الوتکو د الوت او خوندیتوب وړتیا ته اندېښمن یم. "
د امریکا ولسمشر جو بایډن اونۍ مخکې وویل، د سپټمبر تر ۱۱ ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان باسي.
ولسمشر اشرف غني د ښاغلي بایډن تر خبرو وروسته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه "د خپل هېواد او ځمکې د دفاع وړتیا لري. "
د اسوشېټېډ پرېس په ګډون امریکايي رسنۍ د امریکايي چارواکو له خولې وايي، د دغه هېواد پوځي قومندانانو له افغانستان د خپلو ټولو ځواکونو وتل نه غوښتل.
دوی تل ویل چې له افغانستان د امریکايي پوځ وتل باید پر امنیتي شرایطو ولاړ وي او په ځانګړې نېټه د ځواکونو د وتلو اعلان سره له طالبانو فشار لرې کېږي او د سولې خبرو کې د واشنګټن لاس کمزوری کېږي.
د څارګرو او جنګي الوتکو تګ کې ډېر وخت

د عکس سرچینه، Reuters
خو جنرال مکنزي د پنجشنبې په ورځ د مشرانو جرګې یا سنا د وسلوالو ځواکونو کمېټه کې وویل، چې امریکايي ځواکونه ووځي، د هوايي څار یا "ترهګرۍ" ضد بریدونو لپاره به افغانستان ته د وسلوالو بې پیلوټه او نورو جنګي الوتکو تګ راتګ له څلورو ګړیو ډېر وخت ونیسي.
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر لویډ استین د ناټو مرکز کې وویل، چې امریکا تر وتلو وروسته هم د افغانستان ملاتړ روان ساتي.
هغه وویل، واشنګټن د ځانګړو ځواکونو د کنډکونو په څېر د افغان هوايي ځواکونو ملاتړ ته دوام ور کوي او د افغا وسلوالو ځواکونو تنخا به هم ور کوي.
امریکا دا مهال نږدې ۲۵۰۰ سرتېري افغانستان کې لري.
ناټو هم ویلي چې په ورته مهال خپل له اتو زرو ډېر سرتېري باسي.
افغان چارواکي څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
خو افغان حکومت بیا بیا ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم دوی د خپلې خاورې ساتلو وړتیا لري او یوازې د دوی مالي مرستې ته اړتیا لري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د پنجشنبې په ورځ کندهار کې غونډې ته له افغانستان بهرني ځواکونو وتلو ته په اشاره وویل: موږ چې همېشه خاوره ساتلې بیا به یې ساتو بیا به یې ساتو.
نوموړي زیاته کړه چې د د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د افغان امنیتی ځواکونو د پالنې، تمویل او تجهیز او پیسو برخه کې تړونونو کې بدلون نه دی راغلی:
"هیڅ نوع بدلون د ځواکونو د تمویل تجهیز او مالي برخه کې نه ده راغلی د درې کلونو لپاره تړونونه په ځای دي. "
تر دې مخکې او تېره جمعه د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم وویل، د امریکا د پوځ شتون ته نه بلکی افغان ځواکونو سره مرستې ته یې اړتیا لري.










