د پوځیانو خوندي ایستنه؛ "امریکا افغانستان ته ځانګړي ځواکونه استولی شي؛ بي-۵۲ الوتکې هم سیمې ته رسېدلې دي"

د امریکا ځانګړي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' اعلان کړی چې له افغانستانه په خوندي توګه د امریکایي‌ پوځیانو ایستنې لپاره ښایي دې هېواد ته د لنډې مودې لپاره یو شمېر ځانګړي امریکایي ځواکونه ولېږل شي.

پنټاګون همدا راز پخلی کړی چې له افغانستانه د وتونکو امریکایي او نړیوالو ځواکونو د امنیت تضمین لپاره یې سیمې ته دوه (بي-۵۲) الوتکې هم استولې دي،‌ او ښایي نورې هم واستوي.

د پنټاګون ویاند جان کېربي د جمعې پر ورځ خبریالانو ته وویل، د طالبانو 'سختو څرګندونو' ته په کتو سره یې دا احتیاطي‌ تدابیر پام کې نیولي.

نوموړي‌ وویل: "باید داسې وګڼو چې هر څه کېدای شي.‌ که نه دا به مو لویه سادګي‌ وي. د طالبانو سختو څرګندونو ته په کتو دا شونې ده چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر وړاندې مقاومت او مخالفت وشي".

جان کېربي‌ د 'عملیاتي محرمیت' له کبله په دې اړه نور ډېر جزئیات ورنکړل،‌ خو ټینګار یې وکړ چې امریکا هڅه کوي له افغانستانه خپل پوځیان په خوندي او مسئوله توګه وباسي.

هغه زیاته کړه چې د اضافي ځواکونو استولو موخه یوازې دا نه ده چې د امریکایي‌ پوځیانو خوندي وتل تضمین کړي،‌ بلکې دا اضافي‌ ځواکونه به په لوژیستیک او انجینرۍ برخه کې هم مرسته کوي.

افغانستان کې د امریکا جنګي وسایلو سره به څه کېږي؟

د امریکا ځانګړي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د پنټاګون ویاند خپله خبري‌ غونډه کې وویل،‌ افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان جنرال سکاټ‌ مېلر او د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کېنېت مېکېنزي د هغو ټولو جنګي وسایلو لېست چمتو کړی چې دا مهال افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره دي.‌

جان کېربي وویل: په دې کې ځینې داسې وسایل دي چې پاکېږي به،‌ تړل کېږي به او بېرته به امریکا ته راوړل کېږي. ځینې وسایل ښایي د سیمې نورو هېوادونو ته ولېږل شي.‌ همدا راز یو شمېر وسایل به افغان پوځ ته سپارل کېږي. ځینې نور وسایل بیا ښایي له منځه یوړل شي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې په دې اړه لا هم ارزونه روانه ده چې له کومو وسایلو سره به څه کېږي،‌ او وروسته به یې رپوټ د تائیدۍ لپاره د دفاع وزیر لویډ اسټن ته استول کېږي.‌

جان کېربي وویل، د وسایلو په اړه د پرېکړې پر وخت به دې ته هم کتل کېږي چې پر لېږدولو یې څومره لګښت راځي.

هغه وویل،‌ د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو، د هوا له لارې د پوځیانو او وسایلو ایستل تر ټولو خوندي لاره ده.

جان کېربي

د عکس سرچینه، defense.gov

د عکس تشریح، د پنټاګون ویاند جان کېربي د جمعې پر ورځ خبریالان ته وویل، د طالبانو 'سختو څرګندونو' ته په کتو سره یې دا احتیاطي‌ تدابیر پام کې نیولي.

‌افغان حکومت او طالبانو لا افغانستان ته د ځانګړو امریکایي ځواکونو د احتمالي لېږنې په اړه د پنټاګون دې نوي‌ اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو طالبانو وار د مخه ویلي، که ټول بهرني ځواکونه د دوحې تړون له مخې د اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستان بهر نشي نو دوی یې ښایي پر ضد 'مبارزه' پیل کړي.

خو څو ورځې وړاندې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي‌ وو، که طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال پر دوی برید وکړي‌ نو سخت ځواب به ورکول کېږي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا او ناټو پوځیان د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه بهر شي.

بي ۵۲

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون کې ټاکل شوې وه چې بهرني پوځیان به د اپرېل تر پایه له افغانستانه ووځي.

طالبان وایي، امریکا پر ټاکلې نېټه د پوځیانو نه ایستلو سره د دوحې تړون ماتوي، او که داسې کېږي نو دوی د امریکا پر نورو ژمنو هم باور نشي کولی.