جان سوپکو: د قراردادیانو وتل افغان پوځ ته ډېر ویجاړوونکي تمامېدی شي

جان سوپکو
د عکس تشریح، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان سوپکو
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي لندن

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان سوپکو وايي، له افغانستان د زرګونو بهرنیو دفاعي قراردادیانو وتل د افغان پوځ لپاره د امریکايي سرتېرو تر وتلو ډېر په زیان تمامېدلی شي.

د امریکا او طالبانو د تېر کلن تړون له مخې ټاکلې ده امریکايي ځواکونه او د دفاعي قراردادیانو په ګډون ناډیپلوماټیک پرسونل د مې تر لومړۍ له افغانستان ووځي.

دا تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹ دوحه کې طالب استازو او د امریکا پخواني حکومت لاسلیک کړ.

جان سوپکو په واشنګټن کې د نړیوالو او ستراتیژیکو څېړنو مرکز په اندیځ یا فکري مرکز کې انلاین غونډې ته وویل، تر اکتوبر میاشتې د شپږ زره امریکایانو په ګډون له ۱۸ زرو ډېر قراردادیان او اوه زره د نورو هېوادونو قراردادیان افغانستان کې فعال وو.

د رویټرز د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه چې اوس ټول دې ته ګوري چې جو بایډن به پاتې ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري له افغانستان وباسي که نه: "په دې دلیل د قرادادیانو وتل تر ډېره له پامه غورځول شوي دي."

هغه زیاته کړه، د قراردادیانو وتل د پاتې امریکايي ځواکونو تر وتلو افغان پوځ ته ډېر زیانمن تمامېدلی شي.

د نوموړي په خبره، افغان حکومت پر دې بهرنیو قراردادیانو او روزونکو ډېره تکیه کوي او زیاته یې کړه چې د دوی ۴۰ سلنه کار هم د تهجیزاتو ساتل، د تدارکاتو ځنځیري مدیریت او د پرمختللو تجهیزاتو برخه کې د افغان امنیتي پرسونل روزل دي:

"د بېلګې په توګه قراردادیان د افغان هوايي ځواکونو د بلک هاک چورلکو او سي-۱۳۰ باري الوتکو سل سلنه ساتنه کوي او د پنټګان تازه ارزونه ښيي چې له دوی پرته د افغان پوځ یوه الوتکه هم له څو میاشتو پرته عملیاتي نشي پاتېدلی."

نوموړي خبرداری ورکړ چې د روزلي پرسونل کمښت او د امریکايي سرتېرو او قراردادیانو وتل به پر افغان امنیتي ځواکونو "بد اغېز ولري افغان حکومت به وګواښي او افغانستان د ډېر بې ټیکاوېدو سره به د امریکا ملي ګټې خطر سره مخ شي."

"افغانستان له اتو ممکنه خطرونو سره مخ دی"

"امريکا د طالب مشرانو پرضد ځانګړي کمانډويان استوي"

د عکس سرچینه، SHAH MARAI

د عکس تشریح، سیګار د امریکايي پوځ تر وتلو د قراردادیانو وتل د افغان پوځ لپاره ډېر زیانمنېدونکي بولي.

رپوټ وايي، د دوحې تړون او د افغانانو خپلمنځي ناستې له امله د راټوکېدلو لومړنيو هيلو سره سره، پر افغان ځواکونو د طالبانو بريدونه ډېر شول او افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې کچه هم لوړه پاتې شوه.

سربېره پر دې، ٢٠٢١م کال کې د افغان امنيتي ځواکونو مالي ملاتړ د نژدې درې ميليارد ډالرو په ارزښت کمېدل او د کورونا وبا له امله له افغان امنيتي اډانو سره د افغان ځواکونو د روزنې سلا مشورو او ملاتړ په برخه کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموريت د تماسونو کچې ټيټېدل، سيګار له امنيت سره په تړاو ګواښ بللى.

د سیګار تازه رپوټ کې له سولې وروسته د مالي ملاتړ ناڅرګندوالى بل احتمالي خطر بلل شوى.

افغانستان په استثنايي ډول پر بهرنيو مرستو تکيه دى او ٢٠١٨ م کال کې يې د يوولس ميليارډ ډالرو بوديجې اتيا سلنه بهرنيو بسپنه والو برابره کړې.

د نړيوالو مالي ملاتړ په داسې حال کم شوى، چې نړيوال بانک اټکل کړى افغان سولې لپاره به د ٢٠٢٤ م کال تر پای څه د پاسه پنځه ميليارد ډالر نورې اضافي مرستې ته اړتيا وي.

د پخوانیو وسلوالو ګډول

طالبان
د عکس تشریح، سیګار وايي، ښايي د وسلوالو ګډولو کې افغان حکومت له ننګونو سره مخ شي.

ټولنه کې د پخوانيو وسلوالو ور ګډول یا ادغام بله ننګونه ده چې سيګار يې د لوړ خطر په توګه يادوي.

په برياليتوب د دغه بهير بشپړېدل د افغانستان لپاره مهم بلل شوي خو ټولنه کې د وسلوالو د ورګډولو په برخه کې د افغانستان مخينې ته په کتو رپوټ داسې انګېرنه کوي چې افغان دولت به په دې برخه کې ښايي پام وړ ننګونو سره مخ شي.

افغانستان کې پراخ فساد د يوه بل لوړ احتمالي خطر په توګه په ګوته شوى.

سيګار وايي افغانستان ته له اوږد مهال راهيسې، د نړۍ د يو له تر ټولو فاسدو دولتونو په سترګه کتل شوي او د سيستماتيک فساد په مهارولو کې پاتې راتلل به د بيا رغونې په برخه کې د امريکا د پروګرامونو د پاتې راتللو په مانا وي او پر نړيوالو مالي مرستو به هم ناوړه اغېز ولري.

د اقتصاد پڅ غوړېدل

د اقتصاد پڅ غوړېدل او پڅه ټولنيزه پراختيا د سيګار په رپوټ کې بل خطر بلل شوى چې په وينا يې دوامدار فساد، له حده ډېر پر نړيوالو مالي مرستو تکيه، ډېرېدونکې ناامني، حکومت کې محدوده وړتيا او سربېره پر دې ټولو د کورونا وبا له امله رامنځته شويو محدوديتونو افغانستان کې د اقتصادي پرمختيا مخه ډب کړې.

نشه يي توکي

نشه يي توکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان نړۍ کې د نشه يې توکو تر ټولو لوى توليدونکى هېواد دى.

د نشه يې توکو کاروبار بله مهمه مسله ده چې سيګار يې را پورته کوي.

په تېرو شلو کلونو کې له نشه يې توکو سره د مبارزې په لړ کې د امريکا له لوري د ٢٠ ميليارډ ډالرو مرستې سره سره، لا هم افغانستان نړۍ کې د نشه يې توکو تر ټولو لوى توليدونکى هېواد دى.

رپوټ وايي افغان حکومت د نشه يې توکو د کاروبار مخنيوي لپاره ډېر څه نه کوي او امريکا او نړيوالې ټولنې هم وروستيو کلونو کې د نشه يې توکو پر وړاندې خپله مبارزه ورو کړې ده.

سيګار افغانستان کې د ښځو حقونو ته ګواښ بل لوړ احتمالي خطر يادوي او وايي د سولې له يوه تړون وروسته هر راز حکومت چې جوړېږي ښايي د روغتيا، زدکړې، حقوقي حقونو او په ټولنه کې د ښځو د ګډون په برخه کې، د ښځو د لاسته راوړنو ملاتړ و نه کړي.

له ښځو سره چلند

ښځې
د عکس تشریح، سیګار باور نه لري چې د ښځو په تړاو دې د طالبانو نظر ډېر بدل شوی وي.

رپوټ وايي د طالبانو د ولکې په سيمو کې له ښځو سره د دوى چلند ته په کتو دا ډاډ نه تر لاسه کېږي چې ګواکې د جنسيتي مسايلو سره په تړاو دې د دوى ذهنيتونه د ٩٠ لسیزې پر تله ډېر بدل شوي وي.

د سيګار په باور افغانستان کې د امريکا د پوځي او ملکي حضور کمېدل لامل کېږي چې د امريکا په مالي ملاتړ د پلي کېدونکو پروګرامونو، تړونونو او مرستو سمه څارنه ونه شي او وايي دا يو بل شونى لوړ خطر دى.

رپوټ وايي دې سره به د امريکا د مالي مرستو د وېش په برخه کې اغېز او د حساب ساتنې وړتيا کمه شي او ډېرې پيسې به د افغان حکومت په مټ چې طالبان به يې هم د شوي جوړجاړي له مخې برخه وي لګول کېږي.

سيګار اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان د بيارغونې هڅې به تر پخوا هر کله لا ډېرې ستونزمنې شي.

د ویډیو تشریح، بې برخلیکه افغان مېرمنې