نشه‌یي توکي؛ د 'پولیس' او 'ماشوم' ګډ کاروبار

.
د عکس تشریح، احسان وايي اقتصادي ستونزو او شرایطو د نشه يي توکو پر کاروبار واړاوه
    • Author, زمزمه نیازۍ
    • دنده, بي‌بي‌سي/کابل

په افغانستان کې پولیس وایي، د تېرو پنځو کلونو په پرتله د نشه يي توکو په پېر، پلور او قاچاق کې له ماشومانو ګټه اخیستل زیات شوي دي.

د نشه يي توکو په کاروبار کې د ماشومانو د ور ښکېلولو یو لامل دا ښودل کېږي چې پولیس پرې لږ شک کوي او سزا یې هم نسبتاً کمه ده.

16 کلن احسان چې اصلی نوم یې بل څه دی نژدې لس میاشتې وړاندې کابل ته د راتګ پرمهال د نشه یې توکو د قاچاق په تور و نیول شو .

احسان الله وايي، تېر کال یې پلار مړ شو او د خپلو پورونو پېټی یې ده ته ورپرېښود.

د هغه په خبره، له پلاره لس زره افغانۍ پور ور پاتې وو، خو ده یې د خلاصولو کومه لار نه لرله:

"هغه کس چې زما په پلار یې پور و، ما ته به یې ویل، که دا نشه یې توکي نه وړې بندي کوم دې، په دواړو څپلیو کې یې نشه یې توکو را ته ځای پر ځای کړل"

احسان په دوه کاله بند محکوم شوی دی چي دمګړۍ د کابل په اصلاح مرکز کې ساتل کېږي.

احسان
د عکس تشریح، احسان په دوه کاله بند محکوم شوی دی چي دمګړۍ د کابل په اصلاح مرکز کې ساتل کېږي.

احسان د پلار په ژوند هم له سختیو ډک ژوند لاره؛ دی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ترې په څلورم ټولګي کې ښوونځی پاتې شو او د خښتو په بټیو کې یې کار کاوه.

د نشه يي توکو پلور

د نشه توکو پر قاچاق سربېره، د دغه توکو په پلور کې هم له ماشومانو ګټه اخیستل کېږي.

په کابل کې د بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې په مرکز کې یوه ساتل کېدونکي ۱۴ کلن هلک د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، د کابل په اصلاح مرکز کې یې د نشه يي توکو د پلور په تور ۷ میاشتې بند تېر کړی دی.

له نوموړي سره چې موږ یې دلته عزیز نوموو، هغې سیمې ته لاړم چې ده او ملګرو یې پکې اوبه خرڅولې.

.
د عکس تشریح، عزیز وايي، د یوه امنیتي چارواکي په مشوره یې نشه يي توکي خرڅول

عزیر وايي، په ملګرو کې یې هم یو شمېر نشه یي توکي پلوري: " ملګري مې ځکه دا کار کوي چې پیسې پکې ډېرې پیدا کېږي."

د ملګرو په اړه یې د عزیز د ادعا ثابتول ستونزمنه چاره وه.

عزیز ادعا کوي، په هغه سیمه کې چې ده اوبه خرڅولې، یوه امنیتي چارواکي ورته نشه يي توکي ور کول چې دی یې پر روږدو کسانو وپلوري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه یې توکو سره د مبارزې د برخې ویاند سید مهدي کاظمي مني چې د نشه یې توکو په ویش او قاچاق کې امنیتي ځواکونه ښکیل دي او ځیني یې د دوی له خوا نیول شوي هم دي:

"موږ د همدې کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو ۳۲ کسان نیولي چې د نشه یې توکو په پېر او پلور کې یې لاس درلود."

ښاغلی کاظمي وایي قاچاق کونکي هر کال له نویو لارو کار اخلي چې وروستیو کې یې په دغه ناقانونه کاروبار کې د ښځو او ماشومانو کارول ډېرکړي دي.

د نوموړي په خبره، په ۱۳۹۵ کال کې یې د نشه يي توکو د قاچاق او وېش په تور ۱۵ ماشومان نیولي چې د تېرو کلونو په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي:

.
د عکس تشریح، کاظمي وايي، په روان کال کې یې د نشه يي توکو په کاروبار کې د لاس لرلو په تور ۳۲ امنیتي چارواکي نیولي دي

" د نشه یي توکو په کارو بار کې له کوچنیانو ځکه کار اخیستل کېږي چې هغوی په اساني تېروځي او دا ورته د پيسو ګټلو تر ټولو اسانه لار ښودل کېږي."

پر ماشومان د پولیسو شک نه کول او په قانون کې ماشومانو ته درنه سزا نه ورکول یې هم نورو لاملونو په توګه یادیږي.

په نشه یې توکو روږدي کسان هم وایي د نورو پلورونکو په پرتله له ماشومانو په اسانۍ نشه یې توکي ترلاسه کولی شي.

د کابل یو اوسیدونکی چې په نشه یې توکو روږدی دی وایي:

"نشه یی توکي اوس ډېردي ، مشران پلورنکي یې ماشومانو ته ورکوي هغوې بیا به موږ پلوري زه چې ګورم اوس ماشومان دې برخه کې ډېردي"

افغانستان کې له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت وايي، له یو میلیون ډېر افغان ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي چې له ډلې یو شمېر پخپله د نشه يي توکو په پلور کې ښکېل دي.

د چارواکو ترڅنګ یو شمېر افغانې کورنۍ هم د نشه يی توکو په قاچاق کې له ماشومانو کار اخېستو له امله اندېښمنې دي.

افغان چارواکي وايي، د دې اندېښنې د لمنځه وړلو لپاره یې د جوماتونو او رسنیو له لارې اوږدمهالی کمپاین پیل کړی دی.

.
د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، د دې اندېښنې د لمنځه وړلو لپاره یې د جوماتونو او رسنیو له لارې اوږدمهالی کمپاین پیل کړی دی