اسټرالیا کابل کې خپل سفارت 'د موقتي ګام' په توګه تړي، خو دیپلوماتیک فعالیت ته دوام ورکوي

د عکس سرچینه، EPA
له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر کې د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ مورېسن وايي، تر راتلونکې جمعې کابل کې خپل سفارت تړي.
د اسټرالیا حکومت وه اعلامیه کې د نوموړي له خولې وايي، د نامالوم امنیتي حالت له امله دا پرېکړه کوي.
خپله کابل کې د اسټرالیا سفارت هم د یوې اعلامیې خپرولو سره دا خبره کوي، خو دا هیله هم ښيي چې کابل کې د سفارت تړلو پرېکړه به یې لنډمهالې وي او د حالت سمېدو سره به دوی بیا دلته دایمي کار پیل کړي.
د اسټرالیا سفارت د پلازمېنې کابل ګرینزون یوه تر ټولو خوندي سیمه کې دی او له څو ورځو راهیسې د دغه سفارت سره نږدې ځانګړي امنیتي تدابیر هم ختم شوي دي.
اوس دا سفارت وايي، د ناامنه حالت زیاتېدو سره کابل کې خپلو ډيپلوماټانو ته اړین خوندیتوب نه شي برابرولی.
د اسټرالیا سفارت دا هم وايي، چې د افغانستان اړوند ډيپلوماټان به یې دغه هېواد ته پرلپسې ځي، خو د دغه هېواد پر ځای به سیمه کې وي:
"د افغانستان لپاره له بل هېواد کار دغه هېواد او خلکو ته په ژمنتیا کې د بدلون په مانا نه دی، بلکې دا یو ډيپلوماټیک دود دی چې د اړتیا پر مهال د یو هېواد لپاره له بل ځای ډيپلوماټیکې هڅې جاري وساتل شي."
خو دغه بیان کې دا ډاګیزه شوې نه ده چې د افغانستان لپاره اسټرالیايي ډیپلوماټان به کوم هېواد کې مېشت شي.
د افغان حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، MOFA.AF
د افغانستان بهرنیو چارو وزرات وايي، د امنیتي شرایطو له امله د سفارت د لنډمهالي تړلو په هکله د اسټرالیا حکومت له پرېکړې خبر دي او درناوی یې کوي.
دغه وزارت خپله اعلامیه کې له افغان حکومت او ولس سره د دغه هېواد د هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ درناوی کوي.
دا وزارت زیاتوي چې نړیوالو قوانینو او کنوانسینونو ته په پام او له دوستو هېوادونو سره د هوکړو له مخې افغان حکومت د بهرنیو ډيپلوماټانو د خوندیتوب او سیاسي استازیو د امنیت نیولو ته ژمن دی.
د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي چې د اسټرالیا حکومت د سفارت تړلو پر دې لنډمهالې پرېکړه ژر غور وکړي او بیا کابل کې خپل دایمي ماموریت پیل کړي.
وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم ویلي وو، ټولو بهرنيو دیپلوماتانو، خبریالانو او د بشردوستانه خدمتونو او مؤسسو کارمنانو ته ډاډ ورکوي چې امنیت یې خوندي دی او له هغوی یې غوښتي وو چې نه دې اندېښمنېږي.
د ملګرو ملتونو د مرستو دوام

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا ملګري ملتونه وايي، دا اداره او نورې نادولتي مرستندویه ادارې اړمنو افغانانو ته د خپلو مرستو بې پرې وېشلو ته ژمن دي او دا لړۍ به جاري ساتي.
ملګرو ملتونو تازه بیان کې ویلي، افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی، د خوړو نه خوندیتوب او د کورونا وبا اغېز سبب شوی چې دغه هېواد کې مرستو ته اړمن خلک دوه برابره شي:
"د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې ۹.۴ میلیون وګړو او سږنۍ جنورۍ کې ۱۸.۹ میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري."
د دې ادارې په خبره، د افغان سولې لپاره د خپلمنځي خبرو په دوام دغه هېواد کې روان تاوتریخوالي مرستندویه ادارې سختې اندېښمنې دي چې ډېرو ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي او یوازې سږ کال پکې نږدې یو لک خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
امریکايي ډيپلوماټانو ته امر

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټرالیا حکومت دا پرېکړه په داسې مهال ده چې ټاکلې ده تر راتلونکي سپټمبر له افغانستان ټول بهرني ځواکونه ووځي.
اسټرالیا هم تېرو دوو کلونو کې افغانستان کې خپل ځواکونه له ۱۵ سوو تر اتیا پورې کم کړي دي.
د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو درشل کې اسټرالیا لومړنی هېواد دی چې کابل کې خپل سفارت تړي.
خو نږدې میاشت مخکې(د اپرېل پر ۲۸) د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د تاوتریخوالي او ناامنۍ ډېرېدو د رپوټونو له کبله د خپل سفارت هغو ټولو کارکوونکو ته چې له بل ځایه خپلې دندې کولی شي، له افغانستان د وتلو امر وکړ.
کابل کې د امریکا سفارت د تېرې جنورۍ پر ۱۸ افغانستان کې خپلو اتباعو ته د ترهګریزو، امنیتي او جرمي پېښو د ډېرېدو په اړه خبرداري ورکولو سره سپارښتنه وکړه چې له دې هېواد ووځي.










