د امریکا سفارت: امریکایي اتباع دې له افغانستان په وتلو غور وکړي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

کابل کې د امریکا سفارت افغانستان کې خپلو اتباعو ته د ترهګریزو، امنیتي او جرمي پېښو د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی او سپارښتنه یې ورته کړې چې له دې هېواده دې ووځي.

په خبرداري کې راغلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان لروبر کې ترهګریز بریدونه، تښتونې، جرمي تاوتریخوالی، او مدني ناارامي ډېره شوې ده.

د امریکا سفارت وايي:

"هوټلونه، استوګنیز ځایونه، نړیوالې ادارې، سفارتونه او نورې سیمې چې د امریکایانو اتباعو په ګډون بهرني وګړي ډېر وخت پکې وي، له دوامداره ګواښ سره مخامخ ګڼل کېږي".

کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کې چې د جرمنو، ترهګر، مدني ناارامۍ، تښتونو، وسله والو نښتو او کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله دې افغانستان ته سفر نه کوي او هغوي چې وار له مخې افغانستان کې دي باید پر وتلو غور وکړي.

د امریکا سفارت دا امنیتي خبرداری داسې مهال خپور کړی چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د جنګ جګړو او تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

له دې سره هممهاله ‎پلازمېنه کابل او نورو سترو ښارونو کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې او هدفي وژنې هم معمول ګرځېدلي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر پرون په کابل کې د ښځینه قاضیانو وژنې پېښه وغندله او د پلټونو غوښتنه یې وکړه.

د عکس سرچینه، us embassy kabu

د عکس تشریح، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر پرون په کابل کې د ښځینه قاضیانو وژنې پېښه وغندله او د پلټونو غوښتنه یې وکړه.

په دې لړ کې همدا نن (دوشنبه د مرغومې/جدي ۲۹مه) هم کابل کې د مقناطیسي ماینونو دوه چاودنې شوې دي.

پولیس وايي لومړۍ چاودنه شپږمه ناحیه کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت پر موټر او دویمه یوولسمه ناحیه کې پر یوه لنډکروزر ډوله موټر شوې - خو دواړه د سر زیان نه لري.

کابل کې د تېرو ډېرو نورو پېښو په څېر د دغو چاودنو مسوولیت هم تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی.

تېره ورځ هم کابل کې دوه ښځینه قاضیانې په یوه وسله وال برید کې وژل شوې وې.

کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې کچې که افغانستان کې پاتې کېږي نو سفرونه او تګ راتګ دې یوازې خورا اړینو کارونو ته محدود کړي.