کابل کې د امریکا سفارت خپل یو شمېر مامورین له افغانستان باسي

د عکس سرچینه، U.S. Embassy in Afghanistan
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د تاوتریخوالي او ناامنۍ ډېرېدو د رپوټونو له کبله د خپل سفارت هغو ټولو کارکوونکو ته چې کولای شي له بل ځایه خپلې دندې تر سره کړي، له افغانستانه د وتلو امر کړی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت سې شنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، ''په افغانستان کې د تښتونې، ترهګریزو بریدونو، موټر بم بریدونو خطر خورا ډېر دی او په اوسنیو شرایطو کې امریکا د خپلو وګړو د امنیت تظمینولو خورا لږ وړتیا لري. ''
د یادونې ده چې امریکا سفارت له دې مخکې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې ''د کوویډ - ۱۹، جرمونو، ترهګرۍ، ملکي نارامۍ، تښتونو او وسله والو شخړو له کبله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. ''
د امریکا سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، هغه افغانستان مېشت امریکایان چې غواړي سفر وکړي، ''د امکان تر حده '' ژر دې د شخصي هوايي شرکتونو په الوتکو کې له دې هېواده ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ اعلان وکړ، چې خپل ټول پوځیان د راتلونکي سپتمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ولسمشر بایډن له دې اعلانه وروستي وسله والو طالبانو په غبرګون کې وویل، په دوحه کې له امریکا سره د دوی د شوي تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه د روانې اپریل میاشتې تر پایه پورې ووځي او که داسې و نه شي، د طالبانو په خبره دا به د دوحې له تړونه سرغړونه وي، چې مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
طالبانو په داسې صورت کې پر بهرنیو ځواکونو د احتمالي بریدونو ګواښ هم کړی.
له دې مخکې تېره اونۍ د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د امنیتي اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته سپارښتنه وکړه چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.
دغه هېواد همدا راز افغانستان کې له خپلو مېشتو وګړو هم وغوښتل چې د امنیتي خطرونو ډېرېدو ته په کتو دې له افغانستانه پر وتلو غور وکړي.
د بریتانیا د بهرنیو وزارت وايي، د خطر د خبرداري کچه یې د دې لپاره لوړه کړې چې طالبانو په زغرده ویلي د می میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته ښايي بریدونه ډېر کړي.
طالبان وايي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د ضرب الاجل پر نقض سربېره، تر دې دمه د دوی د ۷ زره نورو بندیانو د خلاصون او له تورلیست یې د مشرانو د نومونو د ایستل کېدو ژمنې هم نه دي عملي شوې.
افغان حکومت او د امریکا په ګډون نړیوال متحدان یې بیا طالبان په دې تورنوي چې د دوحې د تړون له ژمنو خلاف یې تاوتریخوالی نه دی کم کړی او د سولې ریښتینې اراده یې نه ده ښکاره کړې.










