د اسټرالیا دفاع وزارت: اسټرالیايي ځانګړو ځواکونو" ۳۹ افغان ولسي وګړي" وژلي

د ویډیو تشریح، "د استرالیايي سرتېرو د هرې ناسمې کړنې له کبله بښنه غواړم"

د اسټرالیا دفاع وزارت موندنې وايي، کره شواهد په لاس ورغلي چې ښيي د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو د افغان جګړې پر مهال ۳۹ افغان ولسي وګړي بې قانونه وژلي دي.

د اسټرالیا دفاع وزارت افغان جګړه کې د خپلو سرتېرو د څلورو کلونو ناسم چلن د پلټنې په پایله کې یې دا موندنې د چارشنبې په ورځ خپرې کړې دي.

رپوټ وایي چې افغانستان کې د اسټرالیایي پوځ ګزمو له زغم پرته عمل کړی او قانون یې په لاس کې اخیستی دی.

دغه پلټنه کې ۷۵ پېښې ارزول شوې او هم له۳۰۰ ډېرو شاهدانو سره خبرې شوې دي.

له افغانانو بښنه غوښتل

له بلې خوا د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وايي، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن له افغان ولسمشر سره ټلیفوني خبرو کې د دې رپوټ د موندنو په تړاو خپله خواشیني ښودلې ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ښاغلي مورېسن د ځینې اسټرالیايي ځواکونو په جنګي جرم خواشیني وښوده او د دې موضوع هر اړخیز ارزولو او عدالت پلي کولو ډاډ یې ورکړ:

"همدارنګه د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه استول شوي لیک کې د افغانستان حکومت څخه د خپلو عسکرو د دغه ناوړه چلند بښنه غوښتې او د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستلو یادونه یې کړې."

د اسټرالیا لوی درستیز انګس کمپبل هم خبري غونډه کې له افغانانو بښنه وغوښته: "د اسټرالیا د پوځ په استازیتوب له افغانانو د زړه له کومې او بې درېغه بښنه غواړم. "

انګس کمپبل له خپل افغان سیال سره په دې تړاو د خپلو خبرو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې په دې اړه یې دا پیغام ور رسولی دی.

د افغانستان د بهرنی چارو وزارت دې رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، د اسټرالیاوي پوځيانو دا کړنې د بښلو نه دي، او د عدالت پلي کېدو لپاره یې د دې د خپرېدو هرکلی کړی.

رپوټ څه وايي؟

Solder pointing gun at person lying on the ground

د عکس سرچینه، Four Corners / ABC

د عکس تشریح، یو استرالیایی سرتېری افغانستان کې

د اسټرالیا دفاع وزارت لوی درستیز انګس کمپبل وايي، دې رپوټ د ځینې سرتېرو "د اتلولۍ شرموونکی کلتور" بربڼد کړ:

"رپوټ کې ادعا شوې چې ۳۹ افغان بندیان، بزګر او ملکي وګړي په بې قانونه توګه د ۲۵ سرتېرو له خوا وژل شوي دي. "

د هغه په خبره، رپوټ وايي، د اسټرالیا د هوايي ځواک ۲۵ سرتېري په داسې وژنو کې ښکېل دي چې د مخامخ جګړې تود ډګر نه ورته ویل کیږي:

"یو هم داسې حالت کې نه دی بلل شوی چې وژنې یې په ناڅرګند، مبهم یا تېروتنه کې تر سره کړې وي."

د نوموړي په خبره، دغو پوځیانو قانون مات کړی دی او دا موندنې له پوځي چلن او مسلکي اصولو لویه سرغړونه ده او د ملکي وګړو بې قانونه وژل د منلو نه دي:

ارګ وايي، د اسټرالیا لومړي وزیر له ولسمشر غني سره خبرو کې په دې تړاو خواشیني ښودلې ده.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ارګ وايي، د اسټرالیا لومړي وزیر له ولسمشر غني سره خبرو کې په دې تړاو خواشیني ښودلې ده.

"هغه پوځیان چې دا کار یې کړی او د دې سیستماتیکې وژنې مخنیوي کې پاتې راغلي قومندانان به یې ځواب وايي. "

د پلټنو او قانوني چلن غوښتنه

د اسټرالیا دفاع وزارت د لوی څارنوال دا پلټنه د تړلو دروازو تر شاه شوې او ادا مانا لري چې تر اوسه یې لږ تفصیل خپور شوی دی. دا پلټونکي د جنايي تور لګولو واک نه لري.

تېره اونۍ ښاغلي مورېسن خبرداری ور کړ چې دا رپوټ به اسټرالیایانو ته سخت او بد خبرونه ولري او ممکن د محاکمو لامل شي.

هغه دا هم وویل، ځانګړی پلټونکی به وګوماري چې دې رپوټ کې راغلو موادو په مرسته د دې جنایتونو د عواملو قضايي تعقیب وارزوي.

اسټرالیايي ځواکونو له امریکايي پوځ سره د نشه يي توکو ضد ګډ عملیات کول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسټرالیايي ځواکونو له امریکايي پوځ سره د نشه يي توکو ضد ګډ عملیات کول

وروستیو کلونو کې د اسټرالیايي سرتېرو په لاس د افغان بندیانو او ولسي وګړو د وژلو په هکله رپوټونه خپاره شول.

څو اونۍ مخکې د اسټرالیا لومړي وزیر وویل، د دې جنګي جرمونو د ادعاوو په هکله پلټنې کوي چې مسوول یې مالوم او قضايي تعقیب سره مخ شي.

وروستیو کې د انساني حقونو ۲۵ اسټرالیايي، افغان او نړیوالو ادارو یوه ګډ لیک کې له اسټرالیايي چارواکو غوښتي وو چې افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د ناسم چلن پلټنې خپرې کړي.

اسټرالیا لا هم افغانستان کې څلور سوه سرتېري لري چې له امریکايي او نورو ځواکونو سره د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.