اسټرالیايي پوځي "په ۲۰۱۲ کال لاس تړلی او نیولی افغان وواژه"

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د سمندري ځواکونو یو غړی- چې پر ۲۰۱۲ کال یې له اسټرالیايي پوځیانوسره افغانستان کې ګډ عملیات کول- وايي، یوه اسټرالیايي سرتېري ځکه یو لاس تړلی افغان بندي وواژه چې له ۶ ډېر نیول شوي کسان الوتکه کې نه لېږدول کېدل.
د اسټرالیا ملي شبکې د دې پېښې بشپړ مالومات د امریکا د سمندري ځواکونو له دې سرتېري ترلاسه کړي دي.
خو لا هم د اسټرالیايي سرتېري پېژندنه نه ده شوې.
امریکايي او اسټرالیايي ځواکونو د نشه يي توکو ضد ګډ عملیاد درلودل. دا عملیات پر ۲۰۱۲ کال هلمند کې د برتانوي ځواکونو اډې هم کړي دي.
امریکايي سرتېري ویلي دې ګډو عملیاتو کې ۷ کسان ونیول شول او اسټرالیايي ځواکونو یې لاسونه وتړل. وروسته د دوی د لېږدولو لپاره له امریکايي هوايي ځواک مرسته وغوښتل شوه، خو پیلوټ وویل، چې د ۷ کسانو لپاره ځای نشته:
"اسټرالیايي سرتېري یو لاس تړلی افغان ډډې ته کړ او وروسته د ډزو غږونه واورېدل شول. بیا دې سرتېري پیلوټ ته ویل، اوس شپږ کسان دي. "
هغه زیاتوي چې د اسټرالیايي ځانګړو ځواکونو یوې ډلې عملیاتو کې قصدآ او بې دلیله افغانان وژل.
دا سرتېری په نورو عملیاتو کې هم د یوه بل اسټرالیايي سرتېري د قساوت کیسه کوي چې د ځانګړو ځواکونو د چورلکې کېناستو پر مهال یې هغه افغان سینې ته په ډزو وویشت او وواژه چې لرې ناست او د چورلکې کېناستو ننداره یې کوله.
افغان حکومت څه وايي؟
افغان حکومت وايي، په دې رپوټ خبر دي او دا مسله څاري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل، حکومت قانوني مقرراتو ته په پام دا مسله څاري.
خو دا یې ونه ویل چې حکومت څه وخت د اسټرالیايي ځواکونو له بد چلن خبر شو.
د اسټرالیایي ځواکونو بد چلن

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د بد چلن خبرونه مخینه لري.
پر ۲۰۰۹ کال اسټرالیايي سرتېري رابرټ لنګدن د خپل افغان ملګري د وژلو له امله افغانستان کې ۷ کاله بندي شو. وروسته د اسټرالیا د حکومت په غوښتنه وبښل شو.
اسټرالیا کې د اسټرالیايي ځواکونو بد چلن په پراخ ډول جوت شوی دی.
افغانستان کې د دې ځواکونو د چلن په هکله د پلټنو اړوند په سلګونو مخه سندونه په ۲۰۱۷ کال د اسټرالیا ملي رادیو تلوېزون ته وسپارل شول او دې رسنۍ هغه سندونه خپاره کړل چې ښيي د دې هېواد سرتېري د افغانستان روزګان ولایت کې ماشومان او ولسي وګړي وژني.
دې یوه سند کې- چې د ۲۰۱۷ کال جولای کې خپور شو- ادعا شوې چې اسټرالیايي ځواکونو پر ۲۰۱۲ کال یو ۱۴ کلن یا ۱۵ کلن افغان ماشوم وژلی دی او دا خبر یې پټ کړی دی.
دې پلټنو کې هغه څېړنې هم دي چې وايي پر ۲۰۱۳ کال اسټرالیايي ځواکونه د بسم الله په نوم پلار له خپل شپږ کلن زوی سره وژني.
د ۲۰۱۷ کال سپټمبر کې تر دې خبرونو وروسته داسې رپوټونه وو چې اسټرالیا افغانستان کې د خپلو پوځیانو د جنګي جرمونو امکان ارزوي، خو لا هم د دې ارزونو پایله ډاګیزه شوې نه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۳ کال د ډیسمبر پر ۱۶ د اسټرالیا وروستي سرتېري له افغانستان ووتل. هغه مهال افغانستان کې د دوی شمېر یو زر پنځه سوه کسان و.
افغان جګړه کې د اسټرالیا نږدې ۴۰ سرتېري وژل شوي او تر ۲۶۰ ټپیان شوي دي.
اوس اسټرالیا تر ډېره د افغان ځواکونو روزنه کې مرسته کوي او افغانانو ته د زدکړو بورسونه ورکوي.









