"د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو ۲۰۱۲ کال کې کندهار کې لس ملکي کسان وژلي وو"

د عکس سرچینه، AFP
د استرالیا خبري شبکې (ایبياېس) په یوه څېړنیز رپوټ کې ویلي چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۲ کې د افغانستان لوېدیځ کندهار ولایت کې د عملیاتو پرمهال لس ولسي وګړي وژلي دي.
دد غې شبکې په وینا، دا په افغانستان کې تر ټولو ناوړه ادعا شوې د ولسي وګړو وژنه ګڼل شوې ده.عیني شاهدانو او استرالیايي سرچینو منلې چې د یادو عملیاتو پرمهال هغه کلیوال ولسي وګړي وژل شوي چې له یوه تراکتور سره راغونډ شوي وو.
استرالیايي سرچینې دغې شبکې ته ویلي، ځینې نور ولسي وګړي هم په هماغه ورځ وژل شوي، خو د دقیق شمېر په اړه یې معلومات ته دي ورکړي.
دوی په یادو عملیاتو کې د پنځو طالبانو وژل کېدل اعلان کړي دي.د ای بي اېس څېړنیز رپوټ کې د یوولسو ولسي وګړو نومونه راغلي چې د "سراو" په نامه کلي کې د استرالیا "زولو ون او زولو ټو" ځواکونو د ګزمې پرمهال ویشتلي دي.
سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې د افغانستان د چټک غبرګون ځواکونو هم ګډون درلود.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، په دې برید کې د استرالیا ګزمه کوونکو ځواکونو طالب جنګیالي ویشتلی او وسلې یې لاس ته ورغلې دي.خو همدا سرچینې مني چې ځینې ولسي وګړي هم وژل شوي.
د استرالیا ای بي سي شبکې د رپوټ دا معلومات د یوه افغان خبریال په همکارۍ راغونډ شوي، چې سیمې ته تللی او له خلکو سره یې خبرې کړې دي.
په دې څېړنیز رپوټ کې د سیمې یو اوسېدونکی عبدالقدوس وايي، ورور یې چې عبدالصمیم تراکتور چلوونکی و، په دې عملیاتو کې وژل شوی . د استرالیايي ځواکونو یوه ځانګړی خبریال څلور کاله په افغانستان کې د دغو ځواکونو د ادعا شویو جرمنو پر څېړلو کار کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارزوونکو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو منځ کې افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو له خوا د جنګي قوانینو د ماتولو ۵۵ پېښې موندلې دي. یوې استرالیایۍ سرچینې د دې تورونو په غبرګون کې ویلي، اوسمهال مناسبه نه بولي چې په افغانستان کې د پوځي مسلو په اړه خپل نظر روښانه کړي.
تېر کال د استرالیا پولیسو سیډني کې د دغه هېواد د ملي رادیو تلوېزیون اصلي دفتر (ای بي سي) ته ورغلل او هلته یې پلټنې او تالاشي وکړه.
د پولیسو دا عملیات پر هغه رپوټ پورې تړلي وو، چې افغانستان کې یې د استرالیايي ځواکوونو سرغړونې افشا کړې وې. ای بي سي وايي، دوه کاله مخکې رپوټونه یې د افشا شویو سلګونو محرمانه اسنادو پر بنسټ جوړ کړي وو چې دغې رسنۍ ته ورکړل شوي وو.
د ای بي سي د یوه خبریال په وینا، استرالیايي پولیسو د رسنۍ اسناد او کورني برېښنالیکونه هم وپلټل.
خو د استرالیا پولیسو ویلي وو، څېړنه او تالاشي یې د "ملي امنیت" مسلې اړوند او د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د دفاع وزارت د مرستیال وزیر په غوښتنه ترسره کړې وه.








