"شپږ میاشتو کې نژدې شپږ نیم زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون موندنې ښيې چې د روان لمریزکال په لومړیو شپږ میاشتو کې نژدې شپږنیم زره ملکي افغانان وژل او ټپیان شوي دي. د دغه کمېسیون په راپور کې چې نن دوشنبه خپور شو راغلي چې د مرګ ژوبلې دا شمېره د تېرکال ورته مودې په پرتله څه باندې اته سلنه زیاتوالی ښيې.
دا کمېسیون د روان لمریزکال لومړۍ شپږمیاشتې ملکیانو لپاره خونړۍ یادوي او وایي چې د ملکیانو پر وړاندې د جګړې د ښکېلو خواوو بې پروایي او استوګنیزو سیمو، په ځانګړي توګه ښارونو ته د جګړې غځېدا د ملکي مرګ ژوبلې د ډېریدو اصلي لاملونه دي.
د کمېسیون غړي نعیم نظري په یوه خبري ناسته کې وویل چې طالبان د پنځه اویا سلنې ملکي مرګ ژوبلې، حکومت پلوه ځواکونه د ۱۱ سلنې او داعش د درې سلنې مرګ ژوبلې مسئول دي.
نوموړی وایي، د لس سلنې ملکي مرګ ژوبلې لامل څرګند نه دی:"د بشري حقونو له کمېسیون سره د ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې ۶۴۸۷ پیښې ثبت شوي دي، له دې ډلې ۱۶۱۱ وژل شوي او ۴۸۷۶ ټپيان شوي دي، دا شمېر د تېر ۱۳۹۷ کال ورته مودې پرتله ۸ اعشاریه شپږ دېرش سلنه ډېروالی ښيي."
د بشري حقونو په راپور کې راغلي چې د پاکستان له خوا په راغلو توغندیو کې هم سږ کال ۳۲ ملکیان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو د راپور په اړه بي بي سي ته داسې ویلي:
"د بشري حقونو ادارې خپل معلومات له دفاع وزارت او استخباراتي ادارو نه اخلي، دغه ادارې تل هڅه کوي چې د حکومت او د بهرنیو ځواکونو له خوا په شویو جرمونو پرده واچوي، دوی خپلواک نه دي. ټولو ته معلومه ده چې ملکي مرګ ژوبله تر ډیره د بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې اوړي ".
په راپور کې ویل شوي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ښځو مرګ ژوبله د تېر کال همدې مودې پرتله ۱۷ سلنه لوړوالی ښيې او د دوی په ټکو د ماشومانو مرګ ژوبله هم ۲۶ سلنه ډېره شوې.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یوځل بیا د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکیانو ژوند ته درناوی وکړي.
څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د ملکیانو د مرګ ژوبلې نهه میاشتنی راپور خپور کړ.
هغه راپور کې هم درې وروستۍ میاشتې چې قطر کې د امریکا او طالب مرکچیانو خبرې روانې وي، ملکیانو ته په بې ساري ډول خونړۍ یادې کړې وې.
د بشري حقونو کمېسیون او یوناما دواړو طالبان د ملکي مرګ ژوبلې لوی عاملین بللي، خو طالبانو بیا تل دا خبرې رد کړي او بهرني او افغان ځواکونه یې د ډېرې ملکي مرګ ژوبلې عاملین بللي دي.









