یوناما: طالبانو د افغان ټاکنو بهیر کې ولسي وګړي په نښه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د تېرې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ ۲۷۷ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې له ډلې یې ۲۸ تنه وژل شوي او ۲۴۹ نور ټپیان شوي وو.
یوناما نن سې شنبه د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د تاوتریخوالي په اړه یو ځانګړی رپوټ خپور کړ.
یوناما وایي، د ټاکنو سره تړلي تاوتریخوالي او د ټاکنو د ګډوډولو لپاره د طالبانو قصدي بریدونو پر افغان ولسي وګړو سخت ناوړه اغېز درلود.
په دې رپوټ کې راغلي چې په ټوله کې د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې ۴۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۸۵ کسان وژل شوي او ۳۷۳ نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، طالبانو پر خونړیو بریدونو سربېره د ګواښونو او ډارونې له لارې هم هڅه وکړه چې ټاکنې ګډې وډې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وسله والو طالبانو رسنیو ته په پیغام کې ویلي: "موږ د ټاکنو په ورځ هېڅ ملکي هدفونو باندې برید نه دی کړی. یوازې مو امنیتي ځواکونه هدف ګرځولي وو چې د هغوی په ځوابي ډزو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې."
یوناما وایي، دا ډول ګامونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې منع دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو وویل: "د رایې ورکوونکو، د ټاکنو د کارکوونکو، کمپاینرانو، د ټاکنیزو غونډو او د رایې ورکولو مرکزونو پر ضد تاوتریخوالی هېڅ د منلو وړ نه دی."
دی وايي، پر ملکي وګړو پراخ بریدونه ممکن د بشریت پر وړاندې جنایت وبلل شي او بې له شکه چې ملګري ملتونه دا کار غندي.
یوناما ویلي، د نړیوال قانون له مخې هر وګړی د رایې ورکولو حق لري او ټاکنو سره تړلي کسان باید په هېڅ ډول ونه ګواښل شي.










