یوناما: تېرو ۲ کلونو کې کابو زر عبادت کوونکي مړه او ژوبل شوي

یوناما وايي، موندنې یې ښیي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وژل شوي او ۴۶ تنه نور ملکیان ژوبل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوناما وايي، موندنې یې ښیي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وژل شوي او ۴۶ تنه نور ملکیان ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یوناما ویلي چې تېرکال پر عبادت کوونکو بریدونو کې ۴۵۳ تنه ملکیان مړه او ژوبل شوي.

یوناما نن یکشنبه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې پر عبادت ځایونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو په ترسره شویو بریدونو کې ۱۵۶ ملکیان وژل شوي او ۲۹۷ نور ټپیان دي چې دا شمېره کابو د ۲۰۱۷ کال ته نژدې ده چې ۴۹۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، یعنې ۲۰۲ ملکیان وژل شوي ول او ۲۹۷ تنه ټپیان شوي ول.

دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې اوړمه ورځ د ننګرهار د هسکې مېنې په جودري سیمه کې د جمعې په لمانځه کې چاودنه کې ۱۰۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې.

یوناما وايي، موندنې یې ښیي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وژل شوي او ۴۶ تنه نور ملکیان ژوبل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، دغه ناوړه او بې موخې بریدونه چې ملکیان په نښه کوي په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.

هغه زیاته کړه "هغه کسان چې د دغه برید د ترسره کېدو مسوولیت ولري، باید عدالت ته را کاږل شي او حساب کتاب ورسره وشي. پر لمانځه ولاړو خلکو دغه وحشیانه او بې احساسه بریدونه یو جنایت دی. د خلکو پر اجتماع او د عبادت پر ځایونو دغه ډول بریدونه کېدای شي جنګي جرمونه وبلل شي."

یاماموتو وویل، دغه ناوړه او بې موخې بریدونه چې ملکیان په نښه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یاماموتو وویل، دغه ناوړه او بې موخې بریدونه چې ملکیان په نښه کوي

د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه د یوناما وروستی رپوټ چې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰ مې نېټې نهه میاشتې په کې ارزول شوې وې ښیي چې ځانمرګي بریدونه او چاودنې په ګډه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ترټولو لوی عوامل دي چې په دغه موده کې یې د ټولو تلفاتو ۴۲ په سلو کې رامنځ ته کړي.

دی وايي، نړیوال بشر دوستانه قانون پر ملکیانو او ملکي شتمنیو قصدي بریدونه منع کوي او له بریدونو د عبادت ځایونو د خاص خوندیتوب سپارښتنه کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ننګرهار هسکه مېنې ولسوالۍ ته تللی وو او د جمعې ورځې چاودنه یې لوی ناورین وباله.

له ارګه په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ویلي "په ملي او نړیواله کچه لوی ناورین و، دا یوه وړه خبره نه وه، دا په واړه کلي کې پېښه نه وه، د ا د انسانیت، بشریت، اسلامیت، افغانیت او پښتنیت په مقابل کې بد عمل و او ټول یې غندو".

اشرف غني دا هم وویل، چې افغان ځواکونه به د دې چاودنې عاملان دوزخ ته ولېږي.

طالبانو دا بريد غندلى دى. په هسکه مېنه کې داعش يا اسلامي دولت نومې ډله هم فعاله ده. د ننگرهار او له پلازمينې کابله يو پلاوى هسکې مېنې ته تللى چې پلټنه وکړي.

غبرګونونه

کابل کې د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما یوه بیان کې د سرمنشي ګوتیرڅ له خولې له قرباني کورنیو سره د ژورې خواشینۍ او همدردۍ یادونه کړې ده. هغه د ټپیانو د ژر تر ژره جوړېدو هیله ښودلې ده او له افغان ولس او حکومت سره یې د ملګرو ملتونو پیوستون ښودلی دی.

نړیوال بشر دوستانه قانون پر ملکیانو او ملکي شتمنیو قصدي بریدونه منع کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نړیوال بشر دوستانه قانون پر ملکیانو او ملکي شتمنیو قصدي بریدونه منع کوي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله دغه برید سخت غندل شوی دی. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي:

''تروریستان او د دوی ملاتړي به هېڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کې ولټوي او نابود به یې کړي. ''

کابل کې د امریکا سفیر جان بس دا برید غندي او وايي، د هغو عبادت کوونکو وژل د منلو نه دي چې سوله ییز ډول سره ټولېږي او عبادت کوي.

هغه زیاته کړې "ټول افغانان حق لري چې امنیت کې ژوند وکړي او په ګډه عبادت وکړي".

کابل کې د ایټالیا سفارت دا برید غندلی او بوږنوونکی یې بللی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم دا برید ترهګریز او "وحشیانه" بللی او له افغان حکومت او ملت په تېره د پېښې قربانیانو سره یې همدردي ښودلې ده.

د بخښنې نړیواله اداره هم دا برید جنګي جنایت بولي او زیاتوي افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاتېدل نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.