ولسمشر غني د هسکې مېنې د پېښې قربانیانو سره "خواخوږي" وکړه

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جمعې ورځې چاودنه لوی ناورین وباله.
له ارګ خپره شوې بیانیه وايي، ولسمشر د جودرې جومات د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره دې ولسوالۍ ته تللی دی.
ولسمشر غني په هسکه مېنه کې خلکو ته په وینا کې دا پېښه لوی ناورین وباله:
"په ملي او نړیواله کچه لوی ناورین و، دا یوه وړه خبره نه وه، دا واړه کلي کې پېښه نه وه، د ا د انسانین، بشریت، اسلامیت افغانیت او پښتنیت په مقابل کې بد عملی و او ټول یې غندو".
اشرف غني دا هم وویل، چې افغان ځواکونه به د دې چاودنې عاملان دوزخ ته ولېږي.
هغه زیاته کړه، چې د شینوارو ولسوالیو ته واضح پرمختیايي پلان جوړوي:
"زه دې سیمه کې ستاسو د ښوونځیو بشپړېدل غواړم، دریم مسله د اوبو وه، په سر سترګو دا به محب صیب تعقیب کړي چې اړوند وزارتونه یې تر سره کړي".
له ولسمشر غني سره د ملي امنیت شورا سلاکار، د مشرانو جرګې مشر، د ولسي جرګې لومړی مرستیال او نور لوړپوړي چارواکي هم ګډون لري.
په دغه غونډه کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د قرباني کلي خلک د داعش او طالب پر وړاندې ولاړ خلک و.:
"دوی اولني کسان وو چې له دې نظام یې دفاع کوله او ډېری خلک یې په محلي پوليسو کې وو. دوی وطن دفاع لپاره قرباني ورکړې".
وړمه ورځ د جودرې یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه وشوه او وروستۍ مالومات ښيي چې دې پېښه کې تر ۷۰ کسان وژل شوي دي.
د شنبې په ورځ چارواکو ومنله چې دې برید کې تر ۶۰ کسان ټپي شوي هم دي.
ویل کېږي نږدې ۲۰۰ لمونځغاړي په لمونځ ولاړ وو چې چاودنه وشوه.

د عکس سرچینه، Arg
تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی او طالبانو هم پکې لاس لرل رد کړي دي.
پر افغان حکومت سربېره، ملګرو ملتونو، امریکا، ایټالیا، ایران او نورو هېوادونو او ادارو دا برید غندلی دی.
د بښنې نړیواله اداره هم دا برید جنګي جنایت بولي او زیاتوي افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاتېدل نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.
هسکه مېنه کې له چاودنې یوه ورځ مخکې( د سپټمبر پر ۱۷) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما د ولسي مرګې ژوبلې د زیاتېدو په هکله رپوټ خپور کړ.
په دغه رپوټ کې راغلي په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې څه باندې څلور زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په رپوټ کې راغلي، دې موده کې ۴۳۱۳ ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۱۱۷۴ وژل شوي او ۳۱۳۹ ټپيان دي.

یوناما دا مرګژوبله د تېر کال د ورته مودې پرتله ۴۲ سلنه لوړه ښودلې او ویلي دي چې په دریو میاشتو کې اوښتې دا مرګژوبله په تېرو ۱۰ کلونو کې بې سارې ده.
د رپوټ له مخې ۶۹ سلنه ملکیان د حکومت وسله والو مخالفانو او ۲۱ سلنه د حکومتي ځکواکونو په بریدونو کې ټپیان شوي دي.
د ملي امنیت شورا ادارې دې رپوټ ته په غبرګون کې وویل، حکومت ملکي خلکو د تلفاتو پېښو څېړنه کوي او د ملکي تلفاتو مخنیوي پر لارو چارو غور کوي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، دوی ته منسوبه شوې مرګژوبله نه مني.









