فاریاب کې احتجاج کوونکو د والي دفتر مخ ته پرلت وکړ

BD

د عکس سرچینه، BD

د افغانستان شمال ته له فاریاب رپوټونه وايي، چې د دغه ولایت د نوي والي د ګومارنې مخالفت کې احتجاج کوونکو د سې شنبې په ورځ د والي د دفتر مخ ته پرلت وکړ.

یوه احتجاج کوونکي ویلي، د دې احتجاج پخاطر یې میمنه ښار کې له تعلیمي بنسټونو، بانکونو او برېښنا ادارې پرته نورې ټولې دولتي ادارې تړلې دي.

یو بل احتجاج کوونکی وايي، فاریاب ته داسې یو والي پکار دی چې د خلکو په درد، د امنیت ښه کولو او یووالي لپاره کار وکړي.‌

نوی والي څه وایي؟

د فاریاب نوی والي محمد داود لغمانی رسنیو ته په یوه استول شوي کلیپ کې وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان یې تېره ورځ د فاریاب د نوي والي په توګه کار پیل کړ.

ښاغلی لغماني وايي، د والي په توګه یې ګومارنه د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ ده.

د فاریاب نوی والي محمد داود لغمانی د دوشنبې په ورځ میمنه کې پوځي لېوا کې مراسمو سره د والي په توګه چارواکو ته ور وپېژندل شو.

نوموړي د سې شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، خلکو ته د کار لپاره به هر ډول هڅې وکړي او په دغه ولایت کې انډولې یا متوازنه پراختیا یې خپل مهم لومړیتوب دی.

خو د داود لغماني له ټاکل کېدو سره مخالفت کې ان د نوموړي د پېژندنې مراسمو پر وخت هم پرون مظاهره روانه وه.

د ویډیو تشریح، داود لغمانی: د قانون په چوکاټ کې د فاریاب والي ټاکل شوی یم

لاریونوالو خپلو شعارونو کې ویل، لاریون به یې تر هغه روان وي چې د مارشال عبدالرشید دوستم غوښتنې پوره شوې نه وي او د حکومتي دفترونو د تړلو ګواښ یې هم وکړ.

د دوی تر ګواښ مخکې پخپله مارشال دوستم له خپلو ملاتړو غوښتي وو چې د نوي والي د ګومارنې غبرګون کې دفترونه وتړي.

د مارشال دوستم ویاند احسان نېرو بي بي سي ته ویلي، که دا مدني نافرماني روانه وي او څه پېښه کېږي مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.

د فاریاب لپاره د نوي والي تر ګومارلو وروسته په ملي کچه هم ناندرۍ را پورته شوې دي.

د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله د ښاغلي لغماني ګومارنې ته په اشاره وايي، چې فاریاب کې وضعیت اندېښمن کړی دی.

نوموړی زیاتوي په اوسني حالت کې خلک خپلو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ته اندېښمن دي او د مهمو چارواکو او والیانو ګومارنه کې دې د خلکو ملاتړ او نظر په پام کې ونیول شي.

په ورته وخت کې ځینو افغان پرون دوشنبه ویلي وو، افغان حکومت د فاریاب لپاره د دوادو لغماني پر ځای بل والي ټاکلی، خو د سیمه ییزو ارګانونو ادارې دا رپوټونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې داود لغمانی به د نوي والي په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.

ولې د نوي والي د ګومارنې مخالفت کېږي؟

داود لغمانِ پرون د لېوا مرکز کې معرفي شو.

د عکس سرچینه، IDLG

د عکس تشریح، داود لغمانی پرون د لېوا مرکز کې معرفي شو.

د فاریاب لپاره د والي ګومارلو پر سر هغه مهال جنجال پیل شو چې د افغانستان محلي ارګانونو نږدې ۲۶ ورځې مخکې محمد داود لغمانی دغه ولایت ته وګوماره.

د ملي مصالحې شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند د پخواني والي نقیب الله فایق پر لرې کېدو او د نوي والي پر ګومارل کېدو نیوکه وکړه او ارګ یې پر "دیکتاتورۍ" تورن کړ.

ښاغلی فرهمند د مارشال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند غړی دی.

د نوموړي څرګندونو پسې د نوي والي د مخالفت لپاره فاریاب او ور څېرمه ولایتونو بلخ او جوزجان کې هم مظاهرې وشوې، چې د ملي جنبش ګوند نفوذ پکې دی.

د احتجاج کوونکو لویه غوښتنه دا ده چې د والي په ټاکلو یا ګومارنه کې دې له دوی، یعنی له ځایي خلکو سره سلا مشوره وشي.

ځینې احتجاج کوونکي بیا ان دا غوښتنه هم کوي چې د یو ازبک مېشتي ولایت لپاره باید په همدې قام پورې تړلی یو کس د فاریاب والي وټاکل شي.

فاریاب

د عکس سرچینه، BD

دې مظاهرو پسې ولسمشر غني پخوانی والي فایق د مشرانو جرګې غړی کړ او یو مډال یې هم ور کړ، خو مظاهرې لا هم روانې دي.

لاریونوال د والي پر ګوښه کېدو سربېره د ولایتي، ښاروالیو او ولسوالیو څوکۍ انتخابي کېدل غواړي.

که څه هم د افغانستان اساسي قانون ۱۴۱ ماده وايي ښاروال او د ښاروالۍ د شورا غړي باید د ټاکنو له لارې راشي، خو تراوسه لا دا ماده پلې شوې نه ده.

فاریاب د افغانستان شمال لوېدیځ ته ناامن او مهم ولایت دی چې له ترکمنستان سره هم پوله لري.