ولسمشر غني طالبانو ته: سوله کول د تسلیمېدو په معنا نه ده

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په اختریز پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ او زیاته یې کړه چې د ده په خبره دا ډله دې د افغان ملت تسلیمي نه غواړي.
نن د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او ولسمشر غني تر تېرو کلونو سږ لویه اختریزه وینا درلوده، چې تر ډېره د سولې لپاره پر ملي او سیمه ییزه اجماع څرخېده.
طالبانو او افغان حکومت د اختر په مناسب درې ورځې اوربند کړی، چې نن پیل شو.
که څه هم ولسمشر غني خپلو خبرو کې د اوربند په تړاو څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه له حکومت سره د طالبانو سوله د دې ډلې د تسلیمۍ پر مانا نه ده:
"موږ غواړو چې تاسو ملي تړون کې راشئ چې راتلونکی مو بله لسیزه کې خوندي وي، ځکه نه غواړو چې جنګ ته لاړ شو، موږ ستاسو تسلیمي نه غواړو، موږ دا نه وایو چې تاسو راشئ تسلیم خط راکړئ موږ وایو راشئ سیاسي حل وباسو، خو دا دې روښانه وي چې د افغانستان له ویاړلي ملت تسلیمي مه غواړئ. "
د طالبانو پر مشر نیوکه

اشرف غني د طالبانو پر مشر ملا هبت الله غږ وکړ چې له اعلامیې ور کولو مخکې د افغانستان پر تاریخ فکر وکړئ: "مخکې له دې چې اعلامیې ور کوئ چې خلک درته تسلیم شي هغه ورځې تېرې شوې دي. "
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې افغان حکومت تورن کړی چې د سیاسي حل بهیر یې ننګولی.
د نوموړي پیغام کې راغلي چې، د طالبانو په ټکو، د اشغال له خاتمې وروسته به داسې افغان شموله اسلامي نظام رامنځته کېږي چې ټول پکې د خپل اهلیت او استعداد له مخې ځان ويني.
خو ولسمشر غني خپلو خبرو کې بیا پر جمهوریت ټینګار وکړ او ویې ویل، د جمهوریت ښه والی په دې کې دی چې هر ولسمشر تلونکی دی:
"زموږ شرط دا دی چې ټاکنې وکړئ. ژر یې کوئ په سترګو، زه او زما همکاران ټول تیارو یو چې کاندیدان ونه اوسو او د ملت ارادې ته غوږ شو. "
خو طالبان د سولې بهیر کې ټاکنې رڼې نه بولي او وايي، تېرو څو ټاکنو وښوده چې دا بهیر روڼ او له درغلیو تش نه وو.
د سولې لپاره ملي اجماع

د عکس سرچینه، ARG
ټاکلې وه د حکومت او طالبانو خبرې د اپرېل پر ۱۶ د ترکیې استانبول کې وشي، خو دا خبرې د طالبانو د نه ګډون له امله وځنډېدې.
د دې خبرو لپاره د ملي مصالحې شورا ته تر شلو ډېرې طرحې سپارل شوې وې او خپله ارګ او دې شورا هم جلا جلا طرحې درلودې.
خو ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل، اوس هغه وخت تېر دي چې هره ورځ یوه نوې کیسه او له تیاري پرته نوی شی وویل شي:
" له دې وروسته د سولې بهیر بنسټیز ډول مدیریت کېږي او همدې برخې پرېکړې به د سیاسي اجماع له لارې کېږي او له دې لارې به د حکومت او ولس غوښتنه پر ځای کېږي. "
نوموړی وویل، دې اجماع سره غواړي چې "د طالبانو نیت مالوم کړي چې سوله غواړي که بربادي."
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لوی سلاکار اکرم خپلواک د چارشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل ولسمشر غني پر داسې نوي میکانیزم کار کوي چې له مخې یې د سولې هڅې رهبري او همغږې او د سولې بهیر کې ملي اجماع رامنځ ته کړي.
دا مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې شورا د سولې هڅې همغږې کوي او تېر کال د همدې موخې لپاره جوړه شوه، خو ښاغلی خپلواک وايي، د دې نوي جوړښت کار هم له ښاغلي عبدالله سره په همغږۍ روان دی.
افغانستان ته د ایراني پلاوي راتګ

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر غني خپلو خبرو کې دا هم وویل، له ایران ژر یو لوړپوړی پلاوی راځي چې له مخې یې کابل او تهران پر خپلمنځي اړیکو اوچت، پرېکند او عملي ګامونه واخلي.
که څه هم نوموړي په دې تړاو نور څه ونه ویل، خو د ارګ فیسبوکپاڼه کې له ایراني سیال حسن روحاني سره د ولسمشر غني ټلیفوني خبرو ته په اشاره لیکلي دي:
"د دواړو هیوادونو جمهور رئیسانو د افغانستان د سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان او ایران د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې. "
ولسمشر غني دا هم وویل، چې سیمه او نړۍ په دې پوهېږي چې که افغانستان کې ټیکاو نه وي، نو سیمه به هم امن نه وي.
د هغه په خبره، پنځه کاله مخکې ټولو افغانستان ته د خطر په سترګه کتل خو اوس د چانس په سترګه ورته ګوري.










