ولسمشر غني د افغان سولې هڅو د همغږۍ لپاره نوی میکانیزم جوړوي

د عکس سرچینه، Arg
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لوی سلاکار اکرم خپلواک وايي، ولسمشر غني پر داسې نوي میکانیزم کار کوي چې له مخې یې د سولې هڅې رهبري او همغږې او د سولې بهیر کې ملي اجماع رامنځ ته کړي.
ښاغلي خپلواک د بي بي سي خبریال سیر کاکړ سره خبرو کې زیاته کړه، ولسمشر غني دې میکانیزم موخه د سولې بهیر او ملي مسلو لپاره د جمهوریت د ګډ دریځ او د ټولو افغانانو، سیاسي بهیرونو او لورو یوه اجماع رامنځ ته کول دي.
د نوموړي په باور دا نوی میکانیزم به تر کوچني اختر وروسته اعلان شي.
دا مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې شورا د سولې هڅې همغږې کوي او تېر کال د همدې موخې لپاره جوړه شوه، خو ښاغلی خپلواک وايي، د دې نوي جوړښت کار هم له ښاغلي عبدالله سره په همغږۍ روان دی:
" د مصالحې شورا خپل چوکاټ کې فعالیت کوي، خو ارګ د اسلامي جمهوریت په توګه د وروستۍ پرېکړې مسوولیت لري او ولسمشر چې د افغان ولس استازی دی، هغوی په دغه کچه کار کوي، د مصالحې شورا دندو سره ټکر کې نه بلکې په همغږۍ دي او له ښاغلي عبدالله سره په بشپړ تفاهم او همغږي ده او په دې تړاو دوی په جریان کې دي. "
د مصالحي عالي شورا تردې دمه دې ته غبرګون نه دی ښودلی.
د سولې لپاره د ګډ دریځ موندل

د عکس سرچینه، Arg
ولسمشر غني پرون هم له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، د پخوانۍ سولې شورا مشر کریم خلیلي او عطا محمد نور سره کتلي دي او پر دې سربېره له څه مهال راهیسې په ارګ کې له نورو پخوانیو جهادي مشرانو او نورو مخورو سیاستوالو سره ګوري.
ښاغلي خپلواک وايي، له دې مشرانو سره د لیدلو موخه هم د سولې بهیر او ملي مسلو کې د ګډ دریځ لپاره ده.
دا هڅې په داسې مهال دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له تېر سپټمبر راهیسې خبرې لا کومه جوته پایله نه لري.
په دا مهال نړیواله ټولنه په تېره امریکا بیا بیا له افغان حکومت غواړي چې له دې ډلې سره د سولې لپاره د ټولو ښکېلو لورو ګډ دریځ ولري.
د د ۲۰۱۹ کال ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر جنجال وروسته ولسمشر غني او عبدالله عبدالله جوړجاړي ته ورسېدل او پکې ښاغلي عبدالله ته د واک پنځوس سلنې ورکړې سره د نوموړي په مشرۍ ملي مصالحې عالي شورا هم جوړه شوه.
یادې شورا څه موده وړاندې د افغان سولې په تړاو خپله جلا طرحه هم چمتو کړه، او دا په داسې حال کې وه چې ولسمشر غني وار د مخه خپله طرحه هم اعلان کړې وه.
د شنونکو په باور، د سولې لپاره د جلا طرحو اعلانېدل څرګندوني چې د ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله ډلې د ګڼو نورو موضوعاتو په څېر د سولې په مسله کې هم بشپړه همغږي نه لري.
یاده دې وي چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې چارو د همغږۍ لپاره ولسمشر غني ته د نږدې کس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د سولې چارو کې د دولت وزارت هم جوړ کړی دی.









