د ترکیې غونډې ته د حکومت طرحه: واک باید د خلکو د رایو پر بنسټ ولېږدېږي

د عکس سرچینه، ARG
د افغان ولسمشر یو سلاکار وحید عمر وايي تر اوسه نه ده معلومه د ترکیې غونډه کې به د افغان حکومت ګډون په کومه کچه وي، خو حکومت په دې غونډه کې د وړاندې کولو له پاره د سولې یوه طرحه چمتو کړې.
ښاغلی عمر وايي د دې طرحې یا لار نقشې اساسي ټکی دادی چې واک باید د خلکو د رایو پر بنسټ ولېږدول شي.
هغه ټېنګار وکړ چې د خلکو له ګډون پرته او د سیاسي مشرانو ترمنځ سوله پایښت نه لري. ښاغلي عمر د امریکا له خوا د سولې وړاندې شوې طرحې ته په اشارې وویل دا طرحه د کوم لوري د رد یا تایید په معنی نه ده.
ښاغلي عمر وویل "د ولسمشر د سولې لار نقشه د چا د طرحې د تایید او یا رد لپاره نه ده. دا د سولې لپاره د افغان حکومت لار نقشه ده. دې طرحه کې یوه مسله د خلکو په رایه د واک لیږد دی. "
هغه زیاته کړه "تلپاتې سوله داسې راتلاشي چې د افغانستان خلک په نظام کې خپله رایه ولري. د څو مخکښانو ترمنځ سوله او هغه حکومت چې د څو تنو ترمنځ وویشل شي خلک به یې خپل ونه بولي او د لا ډېرې بې ثباتۍ لامل به شي. "
د سولې لپاره د دې لار نقشې په اړه داسې مهال څرګندونې کېږي چې ټاکل شوې نژدې راتلونکې کې د افغان سولې په اړه ترکیه کې غونډه جوړه شي.
ښاغلي عمر وویل تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې دې غونډه کې به د افغان حکومت ګډون په کومه کچه وي. طالبانو تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي. دا ډله وايي په دې اړه غور کوي.

د عکس سرچینه، GMIC Afghanistan
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل د دې ځواکونو وتل د شرطونو له مخې چې د دوحې هوکړه کې راغلي دي، او د ده په وینا طالبانو ډېرې ژمنې نه دي عملي کړي.
د دوحې هوکړې له مخې باید طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کړي، له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي او تاوتریخوالی کم کړي. خو افغان حکومت، ملګرو ملتونه او امریکا وايی طالبانو د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکي لرلي دي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.
له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تازه څرګندونو کې ویلي پاتې ۲۵۰۰ سرتیري به په مناسبت وخت کې له افغانستانه ووځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه په مسکو کې د روسیې ، چین پاکستان د غونډې چې د امریکا استازي هم په کې برخه لرله د دې دریځ ستاینه وکړه چې وايي افغانستان کې د امارت بیا رامنځته کېدو پلوي نه کوي.









