د طالبانو د مشر اختریز پیغام کې پر امریکا او افغان حکومت نیوکې شوې دي

د طالبانو مشر هبة الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې یو وار بیا په امریکا تور لګولی چې د دوحې تړون ته ژمنه نه ده پاتې شوې او حکومت يې هم تورن کړی چې د سیاسي حل بهیر یې ننګولی.
خو امریکا او افغان حکومت دواړه بېرته طالبان تورنوي چې د تاوتريخوالي د ډېروالي په ګډون یې عملي کولو ته ژمن نه دي پاتې شوي.
د طالبانو مشر په خپل سږني پیغام کې یو وار بیا د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی او پر خپل مقابل لوري يې هم غږ کړی چې جګړه ودروي.
د پیغام کې راغلي چې، د طالبانو په ټکو، د اشغال له خاتمې وروسته به داسې افغان شموله اسلامي نظام رامنځته کېږي چې ټول پکې د خپل اهلیت او استعداد له مخې ځان ويني.
ملاهبة الله اخندزاده له افغانستانه د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو وتل ښه ګام بللی او د دوحې د تړون د ټولو برخو عملي کېدل يې غوښتي.
نوموړي په ورته مهال امریکايي لوری له دغه تړونه په بیابیا سرغړونو تورن کړی او خبرداری يې ورکړی چې د دغې سرغړونې پایلې به امریکا ته متوجه وي.
هغه د بندیانو په خلاصون کې ځنډ، له تورو لېستونو د دغې ډلې د مشرانو د نومونو نه ایستل کېدل او د ځواکونو د وتلو د وروستۍ نېټې شاته کېدل يې د دغو سرغړونو بېلګې بللې دي.
د افغان حکومت او امریکا دریځ

د عکس سرچینه، ARG
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د امریکا په ګډون نړیوال متحدین یې بیا طالبان تورنوي چې د دغه تړون د ژمنو خلاف یې تاوتریخوالی نه دی کم کړی او له القاعدې سره یې اړیکې نه دي پرې کړې.
د خبرو له لارې د ستونزې حلولو په اړه افغان حکومت بیا بیا ویلي چې طالبان د سولې خبرو ته نه حاضرېږي او پر ځای يې د جګړو له لارې واک ته د رسېدو فکر په سر کې لري.
د طالبانو مشر له ملګرو ملتونو او اړوندو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په قضیه کې بې پرېتوب وساتي او په وینا يې د افغانستان د خلکو د ژوند او فکر خلاف څه پرې تحمیل نه کړي.
دا خبره داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو رول ډېر شي او د استانبول را روانه غونډه هم د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړېږي.
طالبان معمولا اخترونه داسې فرصتونه ګڼي چې په مناسبت يې خپل دریځ بیانوي او سږ کال د جګړې د ښکېلو لورو د سختېدو او تاوتريخوالي له زیاتېدو سره هم مهال راغی، خو په ورته مهال د سولې خبرو ته هم هیلې شته او ټاکل شوې د افغانستان پر سوله د افغان لورو تر منځ په نږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د سولې غونډه جوړه شي.










